لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٫٫ په یمن کې د پاکستان مداخلت به کورني اختلافات ډیر کړي٬٬


ارشد حسېن

د سعودي عربستان لخوا پاکستان نه په یمن کې د پوځي مرستو غوښتنې وروسته، پاکستاني څېړونکي واېي که چری پاکستان داسې کوي نو د هیواد دننه کورنی فشاربه نور ډېر شي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او د سېنټ د خارجه چارو د کمېټۍ پخوانی چېرمېن افراسیاب خټک واېي چې پاکستان له د او- آېي – سي یا د ملګرو ملتونو د سوري لاندې په یمن کې د سولې لپاره کوششونه پکار دي. ښاغلې افراسیاب ډیوه ریډیو ته واېي:

٫٫ پاکستان چې پخوا کله هم په پردۍ جګړه کې برخه اخستې نو تاوان ېې پخپله کړی. لکه د ۸۰مه په لسېزه کې د افغانتسان په جګړه کې مونږ خپله هجره پردو له ورکړه او تر اوسه پوری ددغې اثرات موجود دي. که پاکستان اوس د یمن په لانجه کې برخه اخلي نو یو وارې بیا به په پردو جګړو کې اونښلي. دویمه دا چې د دغه کار سره به په پاکستان کې دننه په فرقه ایزو لانجو کې زیات والې راشي. کوم چې د وړاندې نه په پاکستان کې موجود دی٬٬ .

په اسلام اباد کې بیا یو څېړنکار او د سېنټر فار ریسرچ اېنډ سېکورټي سټډېز مشر او د ـــ کتاب لېکوال امتیاز ګل واېي پاکستان چې په موجوده وخت کې د کوم امنېتي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی د هغې لویه وجه د پاکستان د نورو هیوادونو په کورني جنګونو کې لاس وهل دي او دا یره څرګندوي چې که پاکستان بیا دا غلطي کوي نو د هیواد دننه د ریاست پرضد جنګیدونکي طاقتونو لاسونه به مظبوط شي. ښاغلې امتیاز ګل ډیوه ریډیو ته واېي:

٫٫ پاکستان له د یمن د لانجې نه ځان لرې ساتل پکار دي. ځکه که چرته پاکستان بیا د پردو جګړو کې برخه واخسته او د امریکا او یا سعودي عرب آله کار جوړ شو نو دې سره به هغه قوتونه چې په پاکستان کې د پوځ یا حکومت سره په جګړه دي هغه به نور هم مظبوط شي٬٬.

څېړونکي ګڼي که پاکستان په یمن کې د سعودي عرب په خوښه د جګړې برخه جوړیږي نو دی سره به ېې د ګاونډي ایران سره اړېکې نوری هم تاوژنې شي. او پکار ده چې پاکستان د سعودي عرب او ایران په اړیکو کې توله اوساتي چې د سېمې د دوامداره امن سبب اوګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG