لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکي لیکس د سعودي عرب "چیک بک" سفارتکارۍ رازونه ښکاره کړې


د سعودي عرب باچا شاه سلمان
د سعودي عرب باچا شاه سلمان

په انټرنیټ د خفیه رازونو افشا کولو ویب پاڼِې وکې لیکس د سعودي د سفارتکارۍ انداز په اړه داسې حساس دستاویزات په ډاگه کړې چې ښائي سعودي عرب د تیلو پېسې سفارتکارۍ او د خپل اثرروسوخ خورولو دپاره استعمالوي. وکې لیکس دا نه دې ویلي چې ریاض کې د خارجه وزارت په زرگونو خطونه یا کیبلې يي څه رنگ ترلاسه کړې خو یوه ډله چې ځان ته د یمن سائېبر ارمي وايي، دعوه يي کړې چې د سعودي حکومت د انټرنیټ نظام ته لاس رسائي کړې ده.

په مزکه تر ټولو زاړه پاله یا کنزرویټیو سلطنتو کې شامل سعودي عرب کې د وکې لیکس لخوا د زرگونو په شمیره کې د سفارتي پیغامونو یا کیبلو شائع کیدو سخت تشویش راپارولی دی.

دغه دستاوزیرات یوازې په پراخه کچه موجود د شکونو تصدیق کوي. دا خبره لندن کې میشته د چیتم هاوس تجزیه کاره جین کنن منټ کوي.

میرمن کنن منټ وايي افشا شوي سفارتي خطونه یا کیبلز د سعودي عرب په اړه ددې گمان تصدیق کوي چې په نورو هیوادونو کې يي تنخا خواره سیاستدانان موجود دي او په عرب نړۍ کې د خپلو پیسو په سبب په مطبوعاتو اثررسوخ لري.

یو سفارتي کیبل وايي سعودي عرب د هیواد په اړه د مثبت خبرونو ورکولو په بدل کې د لبنان یو دیوالیه شوي ټي وي سټیشن ته دوه ملینه ډالرې ورکړې وې. سفارتي خط دې خبرې ته اشاره کوي چې لبنان د سني سعودي عرب او شیعه ایران تر منځ د اثرورسوخ د جنگ میدان دی.

میرمن کنن منټ وايي افشا شوي ځېنې معلومات به خپله د سعودي عرب پاره دومره د شرم خبره نه وي څومره به چې د هغه خلکو دپاره وي چې د سعودي پیسې یي ترلاسه کړې دي.

خو د عرب چارو تجزیه کار عبدالباري اتوان وايي د ښکاره کیدو د خطر په وجه به ځېنې خلک د سعودي عرب د چیک بک سفارتکارۍ نه ځانونه لري کړي.

عبدالباري اتوان وايي ډیر خلک به اوس سعودي پیسې یا سعودي ډالۍ اخیستلو نه وړاندې یو یا دوه ځله نه بلکه لس واره سوچ کوي چې وا يي خلي او که نا.

یو سفارتي کیبل کې په قطر الزام لگول شوی چې یمن کې د کال ٢٠١٢ د انتخاباتو په مهال د صدر ابدو ربو منصور هادي خلاف د فوجي بغاوت راپارولو دپاره يي یو یمني شیخ ته دوه سوه او پنځوس ملینه ډالر ورکړې وې. سعودي عرب دا وخت یمن کې د شیعه هوثي باغیانو خلاف هوائي بمباري شورو کړې ده. د هوثي پاسون په نتجه کې منصور هادي حکومت په پریښودو مجبور شوی او ویل کیږي چې سعودي عرب کې يي پناه اخیستې ده.

عبدالباري اتوان وايي سعودي عرب به اوس غواړي چې دا معلومه کړې چي سفارتي معلومات يي څه رنگ د وکې لیکس لاسو ته ورغلل.

ښاغلي اتوان وايي سعودي مامورین به ددې معلومولو کوښښ کوي چې څه رنگ هیکران سعودي فائلونو ته ورسیدل او په دومره لویه کچه دستاویزاتو ته يي لاسونه ورسیدل.

تجزیه کاره جین کنن منټ وايي د سفارتي رازونو افشا کیدل سعوديانو دپاره لکه خوب نه د بیدارولو غږ دی او اوس به سعودي حکومت په انټرنیټ حفاظتي اقدامات نور هم کلک کړي.

میرمن کنن منټ وايي افشا شوي دستاویزاتو کې شام کې د سني باغیانو سره د سعودي مرستې په اړه څه معلومات نشته چې د شام ایران پلوه حکومت سره په جنگ کې ښکیل دي.

میرمن کنن منټ وايي تر اوسه پورې داسې معلومات نه دي څرگند شوي چې د سعودي خارجه وزارت شام کې جبهه النصره یا داعش سره مرسته کوي خو په څرگنده سعودي عرب د شام حزب اختلاف د سیرن نیشنل کاونسل ملاتړ کوي.

وکي لیکس د سعودي عرب د خفیه سفارتکارۍ نور رازونه د افشا کولو امکان څرگند کړې دی او ویلي يي دي په راتلونکو هفتو کې به د سلطنت نور سفارتي خطونه یا کیبلز شائع کوي.

XS
SM
MD
LG