لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیټن یاهو کانگرس ته لانجمن تقریر دپاره واشنگټن ته روان شوی


د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکارې سوزن رائس ویلي کانگرس ته د بینجمن نیټن یاهو وینا د دواړو هیوادونو د تعلق دپاره زیامن دی
د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکارې سوزن رائس ویلي کانگرس ته د بینجمن نیټن یاهو وینا د دواړو هیوادونو د تعلق دپاره زیامن دی

د امریکې د کانگرس دواړ ایوانونو مشترکه غونډې ته تقریر دپاره د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د واشنگټن په سفر روان شوی او هغه ویلي د ایران د ایټمي پروگرام په سر د معاهدې مخه نیولو دپاره يي "تاریخي" کار شورو کړی دی.

سنیټ یا ایوان بالا او هاوس اف ریپریزینټیټیوز یا دنمائندگانو ایوان ته د نیټن یاهو مجوزه تقریر د لانجې ښکار شوی دی. وائټ هاوس، سپینه ماڼۍ، د تقریر مخالفت کړی دی، وايي اسرائیلي وزیراعظم ته د وینا بلنه وائټ هاوس سره د صلاح مشورې بغیر ورکړی شوي ده.

واشنگټن ته د روانیدو وړاندې اسرائیلي وزیراعظم په بین گورین هوائي اډه وویل د ایران د ایټمي پروگرام په سرد معاهدې مخه نیولو دپاره په "تاریخي مشن" دی.

اسرائيلي وزیراعظم وویل د اسرائیل امنیت یقیني کولو دپاره به د خپل وس ټول کوښښ کوي.

کانگرس ته د وینا دپاره د نمائندگانو ایوان سپیکر جان بینر لخوا وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ته په بلنه ورکولو وائټ هاوس ناخوښي څرگنده کړې ده. د واک من ډیموکریټک پارټۍ ځېنې قانون سازانو ویلي د بینجمن نیټن یاهو د تقریر نه به بائیکاټ کوي.

د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکارې سوزن رائس ویلي کانگرس ته د بینجمن نیټن یاهو وینا د دواړو هیوادونو د تعلق دپاره زیامن دی.

بینجمن نیټن یاهو ویلي هغه د صدر اوباما احترام کوي او امریکې سره په مظبوط تعلق یقین لري خو د اسرائیل امنیت د هغه وړمبۍ ذمه واري ده.

امریکا او ځېنې غربي قوتونه کوښښ کوي چې ایران د ایټمي وسله تیارولو نه ودرولو دپاره ور سره معاهدې لاس لیک کړي. خو اسرائیلي وزیراعظم وايي دغه معاهده به ایران ته ډیر زیات اختیارات ورکړي او په نتیجه کې به يي د اسرائیل وجود ته خطرات راولاړ شي.

ایران وايي ایټمي پروگرام يي د پرامنه او مقصد يی د توانائي پیدوار دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG