لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس صدر وايي دولت اسلامي نړۍ ته خطر دی


د اتوار په ورځ خبرو کې جان کیري ویلي په زیاتیدونکې شمیره کې هیوادونه د ايي ایس خلاف جنگ کې شاملیږي. هغه وویل عرب هیوادونو هم د پوځي امداد او د هوائي حملو وړاندیز کړی دی
د اتوار په ورځ خبرو کې جان کیري ویلي په زیاتیدونکې شمیره کې هیوادونه د ايي ایس خلاف جنگ کې شاملیږي. هغه وویل عرب هیوادونو هم د پوځي امداد او د هوائي حملو وړاندیز کړی دی

د فرانس صدر فرانسوه اولانډ ویلي عراق او شام کې فعاله سني وسله واله ډله اسلامک سټیټ، ايي ای، یا دولت اسلامي نړۍ ته خطر را ولاړ کړی او پکار ده چې نړۍ يي په مشترکه توگه ځواب ووائي.

د گل په ورځ سرښار پیرس کې د عراق صدر فواد معصوم سره په شریکا عراق کې د امن ثبات په هکله د یوې غونډې پرانستلو دستورې ته وینا کې ښاغلي اولانډ وویل اي ایس ته ځواب ورکولو کې وخت نشې ضائع کولی.

د پیرس په غونډه کې د ملگرو ملتونو، پورپي یونین او عرب لیگ ترڅنگ د ٣٠ هیوادونو چارواکې برخه اخلي. غونډې د ایي ایس خلاف د نړي وال ائتلاف جوړول ورستی کوشش دی. ايي ایس شمالي او غربي عراق او ختیز شام کې په لویه کچه علاقو باندې قبضه کړې ده.

د منځني ختیز مشرانو سره په تیرو ورځو کې د لیده کاته ورسته د امریکې خارجه وزیر جان کیري هم د پیرس په کانفرنس کې شرکت کوي.

د اتوار په ورځ خبرو کې جان کیري ویلي په زیاتیدونکې شمیره کې هیوادونه د ايي ایس خلاف جنگ کې شاملیږي. هغه وویل عرب هیوادونو هم د پوځي امداد او د هوائي حملو وړاندیز کړی دی.

خو د عراق صدر فواد معصوم د امریکې ایسوسي ایټډ پریس خبرې ادارې سره مرکه کې ویلي عرب هیوادونو ته د هوائي حملو ضرورت نېشته خو پکار ده چې دوي د کانفرنس په فیصلو کې برخه واخلي. هغه د ایي ایس خلاف د کاروائي په ضرورت زور واچولو او وې ویل دغه اقدام د هر چا په مفاد کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG