لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ : د ايران سفير ته به ويزه نه شي ورکولی


د سپين ماڼۍ وياند تېره اوونۍ هم دغه بيان ورکړی ؤ ، چې د ايران لخوا ابوطالبي سفير ټاکل د قبلولو عمل نه دی .
د سپين ماڼۍ وياند تېره اوونۍ هم دغه بيان ورکړی ؤ ، چې د ايران لخوا ابوطالبي سفير ټاکل د قبلولو عمل نه دی .
سپينې ماڼۍ وئيلي ملگري ملتونه او ايران يې خبر کړي دي ، چې د ايران ابوطالبي ته به ويزه نه ورکوي ، څوک چې ايران په ملگرو ملتونو کې خپل سفير ټاکي .
د سپين ماڼۍ وياند جی کارني د جمعې په ورځ وئيلي چې د ابوطالبي په اړه امريکا ايراني چارواکو ته خپل دريز په ډاگه کړی دی .
امريکايې چارواکي وايې د حامد ابوطالبي ملگرو ملتونو کې د سفير جوړيدو ځکه مخالفت کوي ، چې هغه په ۱۹۷۹م کې په مبينه توگه تهران کې امريکايي سفارتخانه باندې د قېضې په پېښه کې په مبينه توگه ککړ ؤ .
ابوطالبي باندې تور دی ، چې هغه د مسلمانو طالب علمانو د هغې جملی برخه ؤ ، چا چې ۵۲ امريکايي سفارت کار د ۴۴۴ ورځو پورې يرغمال کړي ؤ ، دغه گام د ايران يرغمالي بحران په نوم ياديږي . په او په دغې پېښه د ايران او امريکې ترمينځه سفارتي تعلقات هم ځنډول شوي وو .
د سپين ماڼۍ وياند تېره اوونۍ هم دغه بيان ورکړی ؤ ، چې د ايران لخوا ابوطالبي سفير ټاکل د قبلولو عمل نه دی .
د راپورونو ترمخه ايران وئيلي چې ابوطالبي د هغويي سينئر يا د پوهه سفارتکارانو د جملې څخه دی ، او په ملگرو ملتونو کې د هغه د سفير ټاکلو پرېکړه به بيرته نه اخلي .
حامد ابوطالبي له دې وړاندې په بيلجئيم ، يورپي يونين ، اټلي او اسټريليا کې د ايران سفير پاتې شوی دی .
نوموړی ادعا کوي چې هغه د امام په وينا د مسلمانانو طالب علمانو د ډلې سره هغه تر يوه حده پورې کردار ادا کړی ، هغويې له يې يواځې ترجمه او مذاکرات کړي دي .
راپورونه وايې د ايران د سفير په اړه امريکايي پارليمان کې د زيارت په ورځ يوه قانوني مسوده منظور کړی شوې ، چې پکې وئيل شوي په هغو کسانو دې امريکې ته په داخيليدو بنديز ولگول شي ، څوک چې په ترهگرۍ او جاسوسۍ کې د ککړتوب سره د قامي سلامتي دپاره خطره وي .
د ټيکساس سره تعلق لرونکي د ريپبلکن پارټۍ سينيټر ټيډکروز لخوا سينيټ کې په وړاندې کړی شوې مسوده کې په صدر براک اوباما زور راوړل شوی ، چې دغه مسوده منظوره کړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG