لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکې کې په پولیس او امریکائي کونسلخانه حملې شوي


د ترکې اینجرلنک هوائي اډه چرته نه چې داعش خلاف هوائي کاروائي کیږي
د ترکې اینجرلنک هوائي اډه چرته نه چې داعش خلاف هوائي کاروائي کیږي

ترکې د گل یا یکشنبې په ورځ په پولیس، فوج او د امریکې په کونسلخانه حملې شوې دي چې پکې گڼ شمیر خلک وژل شوې.

د امریکې په کونسلگرۍ استنبول کې دواو کسانو ډزې وکړې خو څوک پکې زخمي نه شول. حمله کونکې په سمدستي توگه په تښتیدو کې کامیاب شول خو ورسته پولیس یوه ښځه ونیوله چې ډزو کې د ککړتیا شک پرې کیږی.

د چارواکو په وینا نیول شوي ښځه د گس لاس د سیاسي پارټۍ ریولوشنري پیپلز لیبریشن فرنټ غړې ده. ترکې، امریکا او یورپین یونین دغه گوند ترهگر تنظیم گڼي. گوند باندې وخت په وخت د حملو کولو شک کیږي چې پکې په کال ٢٠١٣ کې انکره کې د امریکې په سفارتخانه ځانمرگي حمله هم شامله ده.

د امریکې په کونسلگرۍ د ډزو څو گنټې وړاندې استنبول کې په یوه تاڼه کې د بم خلاصیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ کسان زخمیان شول چې پکې درې پولیس افسران هم شامل وو.

د سرکاري خبري ادارې انادولو ترمخه پولیس پیښه د "ترهگرو" حمله گرځولې ده.

هم په دغه وخت کې پولیس او د مشکوک حمله کونکو ترمېنځ د ډزو تبادله هم وشوه چې پکې دواړه مسلح کسان ووژل شو.

او د ترکې عراق او شام سره په پوله، کرد وسله والو یو فوجي عسکر هغه ووژلو کله چې دوي په یو هیلې کاپټر ډزې پیل کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG