لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تاشفين ملک په کور کې څه موندل شوي دي؟


نن د امريکې مطبوعات اونشریات د تاشفين ملک او سید رضوان فاروق د کور دننه د اخستل شوي عکسونو نه ډک دي – په یوعکس کې ليدل کیږي چې دکور په یو تاخ کې د اسلام مقدسه کتاب د قران سپارې پرتې دي – دزیړ او خړ کوشیر شوي رنگ په یوه ټولگه کې د لومړۍ سپارې نه تر لسو پورې یو ځاېی دي- نورې سپارې د یوې نه تر شپاړسو پورې بیلې بیلې یو بل ته ولاړې لیدل کیږي- په عکس کې دوئمه سپاره سیقولو په منځ کې لیدل کیږي- په دوئمه سپاره کې د قران مشهور او لویې سورت البقره هم دی- سوره البقره کې قران د ډیرو خبرو ، احکاماتو، معلوماتو تر څنگ د حضرت موسی علیه اسلام او د اسرائیلو د یوې غوا تفصیلي قیصه کوي— په البقره کې د مسلمانانو اولنۍ قبله بیت المقدس دفلسطیڼ نه خانه کعبې،مکه سعودي عربستان ته د اړولو ذکر هم شوی دی- د دغه تاخ دعکس پس منظر ډي فوکس یعني تت دی خو د زر زري مخ پاڼو نور کتابونه پکې پیژندل کیدلې شي -

د تاشفين د کور نه اخستل شوي یو بل عکس کې د قران تفسير تفهيم القران ښودل شوی دی- تفهيم القران د سخت دريزه مذهبي گوند جماعت اسلامي د جوړونکي مشر مولانا مودودي ليکلی دی- دا تفسير په پاکستان او بنگله دیش کې ډیر مقبول دی او خوښونکي یې واېي دا تفسير د نورو نه ځکه ډیر ښه دی چې ژبه یې اسانه او عام فهمه ده-

د کور نه اخستل شوي یو بل عکس کې یو کتاب ښودل کیږي چې ورباندې په انگریزۍ ژبه کې ليکل شوي دي چې په لمانځه کې کیدونکې عمومي خطاگانې کومې کومې دي - د عکس په نورو برخو کې د لیکلو دپاره پینونه ، تسبیح، یوه قینچي او کلینډر هم ښکاري- د گیټي امیجز دغه عکس ته ليکل شوي کیپشن کې ویل شوي دي چې ( د کور دننه د لمانځه لپاره کتاب پروت دی- سید رضوان مخکې یو پارسا مسلمان ؤ خو ورستو یې د سخت دریزو سره اړیکې جوړې کړې او خپل نزدې جماعت ته تلل یې پریښودل)

مطبوعاتو کې د تاشفين او فاروق د کور یو بل عکس راغلی دی . دا عکس داسې دی چې لکه د عربۍ ژبې د امتحان یوه پرچه وي- په پاڼه ښکاري چې په یوه کرښه د عربۍ ایاتونه ليکلي ښکاري او په لاندې کرښه یې په لاس ترجمه ليکلي ښکاري - په دغه پاڼه ځيني ټکو باندې ضرب راښکل شوې دی لکه د لاندیني کلاسونو یو استاد چې خپل شاگرد ته په غلطو ځوابونو باندې په امتحاني پرچه یا د سکول په کار راکاږي .. ددې پاڼې د پاسه د یوې ناپیژندلې شوی زنانه عکس هم ښکاري -- دغه ښځه د څلوېښو کالو خوا وشا معلومیږي او سر یې په سپين سر پيچک یا وړه لوپټه په حجاب کې کړی دی-

یو بل عکس د اوده کیدلو د کوټې دننه اخستل شوی دی. په عکس کې یو کتاب ښکاري-- دا کتاب ماشومانو ته د اسلامي اخلاقیاتو د ښودلو د پاره دی- په کتاب د ماشومانو کارټونان جوړ شوي دي-- دوه ماشومان په ماشاالله وئیلو ښودل کیږي- داسې معلومیږي دا کتاب به د سید رضوان فاروق په مطالعه کې ؤ- ځکه چې ‏د دوېي یوځینۍ لور د شپږو میاشتو دعمرده او په دغه عمر کې کتابونه ن‍شي ښودل کیدلې، میندې خپلو بچو ته د تي پۍ ورکوي -

د کور د خوراک د میز ډایننگ ټیبل خواته په دیوال په خړبښنه رنگ کې قالين ځوړند دی -- او ورباندې د مسلمانانو د عقیدې تر مخه د خداېی پاک اسمائ حسنا یعني 99 ښاېسته نومونه لیکل شوی دي- دخداېی د ښائسته ليکل شوو نومونو لاندې په گلدان کې سپين، شنه، زیړ گلونه دي او د شين رنگ د قران یوه بله نسخه هم پرته ده-

د تاشفين ملک او سید رضوان فاروق د کور، د کمرو، د پخلي خانې، گاډي، او نورو ډیرو عکسونو نه علاوه د امریکې په اخبارونو کې د هغوئي دواړو د جدیده خود کاره ټوپکو او تمانچو عکسونه هم راغلي دي -- په مطبوعاتو کې راغلي دي د ښځې خاوند سره په قانوني اوغیر قانوني توگه اخستل شوي 6100 کارتوس وواو دولس پائپ بمونه وو—

تاشفين ملک او سید رضوان فاروق څوک وو؟

تاشفين ملک دپاکستان وه د هغې په قامي شناختي کارډ باندې نوم تاشفين ملک، دپلار نوم گلزار احمدملک پته ،ډاک خانه خاص ، تحصيل تونسه، ضلع ډيره غاز خان ده – د پاکستان د لانجمنه سور جماعت مُلا عبدالعزيز هم د ډیره غازي خان اوسیدونکې دی- سيد رضوان فاروق امريکا کې زيږيدلى ؤ خو د مور پلار تعلق یې د پاکستان سره ؤ-

د رپورټونو تر مخه تاشفين ملک په خپله فیس بک پاڼه په شام او عراق کې د فعالې دتندروه ډلې داعش دخود سره خليفه ابوبکر بغدادي په لاس بيعت هم کړى ؤ. مطبوعات واېي سيد رضوان فاروق تعلق په شکمنه توگه ترهه گرو سره ؤ.

دواڼه ښځه خاوند دامريکې کيليفورنيا رياست په سان برنارډينو ښار کې ی دمعذورانو دبحالۍ په یو مرکز حمله کړې وه او د 19 نه واخله تر شپیته کالو د عمر په منځ کې یې امريکایان په ډزو 14وژل شوي وو- دواڼه د پوليسو لخوا په مقابله کې وژل شوي وو –

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG