لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکاټ لېنډ: د ريفرنډم فېصله د برتانيي په حق کې مخې ته راغلې


د راپورونو ترمخه د برتانيي د برخې پاتې کېدو په حق کې ۵۵ فيصده رائي اچول شوي ، او په ټولو ۳۲ کونسلرانو کې ۲۶ د بېلتون مخالفت کړی دی .
د راپورونو ترمخه د برتانيي د برخې پاتې کېدو په حق کې ۵۵ فيصده رائي اچول شوي ، او په ټولو ۳۲ کونسلرانو کې ۲۶ د بېلتون مخالفت کړی دی .

په سکاټ لېنډ کې د برتانيي نه د جدا کې د پاره ترسره شوي ريفرنډم کې زياتو خلکو د دې خبرې په ضد ووټ ورکړی ، چې سکاټ لېنډ دې د برتانيي څخه بيل شي .

د برتانيي نه د سکاټ لېنډ د جدايۍ دپاره شوي ريفرنډم کې د خلکو نه تپوس شوی وو ، چې "سکاټ لېنډ يو ازاد ملک پکار دی" ؟ . چې جواب يې په "هو" او "نا" ورکول ؤ . د زيارت په ورځ ترسره شوي ريفرنډم کې زياتو خلکو په ٫٫ نا ٬٬ کې جواب ورکړی دی .

په دغې ريفرنډم کې د برخې اخستونکو اهل ووټرانو شمېره ۴۲ لکه وه ، او راپورونه وايي د ۹۰ فيصده نه زياتو خلکو په ريفرنډم کې خپلې رائې کارولي دي .

د راپورونو ترمخه د برتانيي د برخې پاتې کېدو په حق کې ۵۵ فيصده رائي اچول شوي ، او په ټولو ۳۲ کونسلرانو کې ۲۶ د بېلتون مخالفت کړی دی .

د سکاټ لېنډ وزيراعلي ايليکس سيمنډ په ريفرنډم کې ماتې خوړل منلي ، او وئيلي يي دي ٫٫ مونږ گڼو چې د ٫٫ نا ٬٬ په حق کې زياتو خلکو رائې کارولي دي ٬٬ . او د هغه په وينا د سکاټ لېنډ اولس دې نتيجې ومني .

د نوموړي په وينا چې رائې شماري د جمهوري عمل کاميابي ثابتوي .

د برتانيي مرستيال وزيراعظم نک کليگ د لمړو نتيجو مخې ته راتلو وروستو وئيلي ؤ ، چې دا د انگلستان په ائين کې په غټه کچه د اصلاحاتو کولو پله اشاره ده .

د برتانيي او سکاټ لېنډ اتحاد کال ١٧٠٧ کې جوړ شوی وو . چې دواړو بادشاهتونو د شریک پارلیمنټ جوړولو فیصله وکړه. سکاټ لېنډ د خراب اقتصاد له کبله په دغه اتحاد کې ملگری شو او هیله يي دا وه چې د اتحاد جوړیدو سره به د خلکو ژوند ښه شي .

د برتانيي وزيراعظم ډيوډ کېمرون وئيلي ، چې د برتانيي په برخې پاتې کېدو به د سکاټ لېنډ دپاره ډېر اقتصادي اصلاحات وکړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG