د روس سرښار ماسکو کې د نهې یا سه شنبې په ورځ د صدر ولادیمیر پوټن مخالف بورس نیمټسو ته احترامات وړاندې کړی شول.
بورس نیمټسو تیره هفته د روس پارلیمنټ کریملن سره نزدې په ډزو ووژل شو.
د ښاغلي نیټمسو مړی د ماسکو اندری سخارو مرکز کې خلکو د کتلو دپاره ایښودی دی.
د نهې په ورځ د ښاغلي نیمټسو خپلو خپلوانو او ملگرو د هغه مړي سره گلونه کښېودل او هغه ته يي احترامات وړاندې کړل.
د روس نائب وزیراعظم ارکاډي ډکورویچ هم بورس نیټمسو ته احترام وړاندې کولو په دستوره کې برخه واخیسته. ماسکو کې د امریکې سفیر جان ټیفټ او د برطانيي پخوانی وزیراعظم جان میجر هم په دستوره کې موجود وو.
بورس نیمټسو خدماتو ته پیرزونې وړاندې کولو په مهال جان میجر وویل چې هغه د قانون، د وینا او د شخصي ازادۍ دپاره ودریدلی وو. جان میجر زیاته کړه بورس نیمټسو د جارحیت، دخلکو د زورولو او اداري فساد خلاف مبارزه کړې وه.
صدر ولادیمیر پوټن لوظ کړې چې د بورس نیمټسو د وژنې مکمل تحقیقات به کولی شي. د پوټن سیاسي مخالفین وايي د بورس نیمټسو وژل کیدل په ماسکو د هغه د تنقید نتیجه ده.
د بورس نیمټسو په جنازه کې د برخه اخیستلو دپاره دواؤ یورپي چارواکو ته روس ته د داخلیدو اجازت نه دی ورکړی شوی. چې پکې د پولینډ او لیټویه چارواکې شامل دي.