لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد :مظاهره چيان د سرکاري ټي وي په ودانۍ ورختلي


راپورونه وايي مظاهره چيانو د پي ټي وي په کارمندانو تشدد هم کړی ، او په وداني کې يي توړ پوړ کړی دی .
راپورونه وايي مظاهره چيانو د پي ټي وي په کارمندانو تشدد هم کړی ، او په وداني کې يي توړ پوړ کړی دی .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) او پاکستان عوامي تحريک (پي ای ټي) مظاهره چيان د پاکستان سرکاري ټيلي ويژن په دفتر ورختلي ، او د سرکاري ټي وي پي ټي وي نشريات بند کړی شوي دي .

راپورونه وايي مظاهره چيانو د پي ټي وي په کارمندانو تشدد هم کړی ، او په وداني کې يي توړ پوړ کړی دی .

نزدې د نيم ساعت پورې د سرکاري ټي وي د نشرياتو د بندېز وروستو د رينجر او پوځ عسکرو مظاهره چيان د ودانۍ څخه بهر ويستي دي ، او نشريات بېرته بحال کړی شوي دي .

عمران خان او طاهرالقادري په مظاهره چيانو غږ کړی ، چې په سرکاري ودانو نه ورځي . خو د پي ټي وي د دفتر مخې ته مظاهره چيان وس هم راجمع دي ، او پوځي عسکر يې مخې ته ولاړ دي .

اسلام اباد په ريډ زون کې د خالي د شپې راهسې د پي ټي ائي او پي ای ټي د مظاهره چيانو او پوليس ترمينځ په دمې دمې سره انښتې رواني دي . او نن د گل په ورځ د دواړو ډلو د مشرانو عمران خان او طاهرالقادري سره مظاهره چيان د پاک سيکرټريټ او وزيراعظم هاؤس مخې ته رسېدلي دي .

له دې نن هم د مظاهره چيانو او پوليس ترمينځ نښتې شوي ، او د اسلام اباد د پوليس مشر عصمت الله جونېجو په گډون پکې څلور پوليس ژوبل شوي دي .

وروستو مظاهره چيان د سرکاري ټي وي د اسلام اباد سنټر په مرکزي دفتر وروختل ، او دفتر يې به خپله قبضه کې واخستو ، او د سرکاري ټي وي نشريات يې بند کړل . او په سرکاري ټي وي چينل خپله دغله اعلان وشو ، چې مظاهره چيان د دفتر ودانۍ ته ننوتي ، او توړ پوړ يې شورو کړی دی .

راپورونه وايي د پوځ او رينجرو دستې د پي ټي وي دفتر ته رسېدلي او مظاهره چيان د وداني څخه اوباسي .

عمران خان او طاهرالقادري وخت په وخت مظاهره چيانو ته وينا کوي ، او دواړه وايي مظاهره چيان دې پُرامن اوسي . او وايي دويې خپل منزل ته رارسېدلي او وس يواځې د اعلان انتظار دی .

د اسلام اباد په ريډ زون کې د خالي د شپې راهسې روانو مظاهرو کې تراوسه پورې راپورونه وايي ۳ کسان وژل شوي ، او د ۵۰۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

د پي ټي ائي او پي ای ټي مظاهره چيانو د پاک سيکرټريټ گېټ مات کړی ، او دننه ننوتي ، او د وزيراعظم هاؤس مخې ته رسېدلي ، خو په دغو ځايونو په حفاظت مامور پوځيانو دويې ته د مخې نه تلو وئيلي ، او په دغې ځايې يې ودرولي دي .

تحريک انصاف او عوامي تحريک د وزيراعظم څخه د استعفې غوښتنه کوي ، او د دواړو ډلو په زرگونو گډون د ۱۷ ورځو راهسې په اسلام اباد کې په دهرنو دي .

د حکومت په ضد مظاهرې کوؤنکي ډلې وايي د وزيراعظم د استعفې نه بغېر بيرته نه ځي ، خو حکومت دغه غوښتنه رد کړی او غېرائينې يې گرځولې ده .

په عېن حال کې د اتوار په شپه د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ د پوځ د کورکمانډرانو غونډه شوې ، او پوځي مشرانو هېواد کې د جمهوريت د ملاتړ وئيلي دي .

د ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي بيان ترمخه د کورکمانډرانو غونډه کې په دې خبره صلاح شوې ، چې د طاقت د استعمال سره مسله نوره د کړکېچ ښکار کېدی شي ، د دې دپاره دې د وخت وخت د ضائع کولو او تشدد نه بغېر دغه کړکېچ په سياسي توگه حل کېدل پکار دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG