لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیو د مخنیوي لپاره بلوچستان کې د افغان کډوالو لپاره خصوصي انتظامات


دبلوچستان حکومت په ایالت کې میشت افغان کډوالو په کیمپونوکی موجود ماشومان د پولیو د ناروغی څخه د خوندی ساتولو لپاره یو خصوصي (ټاسک فورس) جوړکری دی. د دغه ټاسک فورس کار به په کیمپونو کی د ماشومانوپر تګ راتک نظر ساتل وي ـ په بلوچستان ایالت کې د افغان ګډوالو کیمپونه د پولیو د وایرس له وجی زیات خطرناکه ګرزول شوي دي ـ

په کوټه کی دپولیو ضد د بلوچستان د ایمر جنسی مر کز مشر ډاکټر سیف الرحمان ویلی د پولیو د وایرس له وجی دکوټی بلاک په نوم د صوبی ۳ اولسوالی اودافغانستان ختځی برخی زیاتی خطرناکی ګرزول شوې دي، چی له امله يي پهدغه سیمو کی د پولیو وایرس په اسانی سره د یوځایی څخه و بل ځاي ته حر کت کولی شي ـ

ددی وایرس د مخ نیوی لپاره حکومت په ګرده صوبه کې د افغان کډوالو په کیمپونوکی میشت ماشومانو په تګ راتګ د نظر ساتلو په خاطر یو ټاسګ فورس جوړ کړی دی ـ ددغه ټاسک فورس له وجی به دافغان ماشومانودلاری دپولیووایرس دهیواد ونور برخو ته د انتقالیدوامکانات ډیرکم شي. دپولیو پرضد د ایمر جنسئ مرکزمشر د اخبره تیره ورځ په کوټه کې په یوه غنډه کې کړی ده.

په غنډه کې د کوټی، پشین، اوقلعه عبدالله ولسوالیو ډپټی کمشنرانو اود روغتیا ضلعي چارواکو ګډون درلودو. دشاغلي سیفپه وینا دبده مرغه په ګاونډی هیوادونو پاکستان او افغانستان کې لا اوس هم د پولیو وایر س وجود لري. چې له امله يي دیوهیواد څخه بل هیواد تهد پولیود وایرس دانتقال کیدو خطر هم زیات شوی دی.

هم داو جه ده چی صوبایي حکومت په کیمپونو کې افغان ماشومان د پولیو دناروغۍ څخه د خوندی ساتلولپاره ځانګړی ګامونه پورته کړي دي ـ نوموړی زیاته کړی دپولیو د ناروغۍ د مخ نیوي لپاره به دافغان ماشومانو لپاره په کیمپونو کېډیر ژر دپولیوضد کمپین پیل کیږي.

دیادونی وړه ده چې دبلوچستان حکومت د پولیو د ناروغۍ د مخ نیوی لپاره دافغانستان پرپوله ۶ ټرانزیټ پواینټونه جوړکړي دي ـچرته چې په تیرو ۳ میاشتوکې دافغانستان څخه وپاکستان ته پرراداخیلیدوباندی د یو لاکه څخه وزیاتوماشومانوته د پولیو ضد څاڅکی ورکړي دي ـ

بل لورتهد بلوچستان په ۶ ولس والیو کی د افغان ګډوالو ۱۲ کیمپونه اوس هم وجود لری چرته چی د۵ کلو څخه دکم عمرماشومانو شمره د۵۷ زروڅخه لوړه ده ـ ملګروملتودګډوالو داداری يواین ایچ سی آر د شمیری لمخی په پاکستان کی داوخت هم د ۱۵ لاکهو څخه زیات افغانان په قانونی توګهاستوګن دي ـپه دوي کی ډیریپه کال یویا ۲ځله وخپل هوادته تګ راتګ هم کويـ د کارپوها نو په وینا چی دغه تګ راتګ له امله د پولیو یاګوزنړوایرس دهغه ځای څخه دلته او اویا هم ددیځای څخه هلته تللی سي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG