لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کریلا: بهر نړۍ کې قدرمنه او په کور بې قدره


د پښتونخوا کریلا: بهر نړۍ کې قدرمنه او په کور بې قدره
د پښتونخوا کریلا: بهر نړۍ کې قدرمنه او په کور بې قدره

د سبزۍ سوداگر سعید خان وايي د چارسدې د هري چند کلې کریلا دا وخت د جرمني، برطانيي، سویډن، هالینډ او عرب هیوادونو په مارکیټ کې خپل یو ځانگړی ځائې جوړ کړی دی. سعیدخان وايي چې کله مارکیټ ته د هري چند کریلا ورسي نو د بهر ملکونو خلک بیا د هند او نورو هیوادونو کریلې ته هیڅ پام نه گرځوي.

د کریلې صادرات

سعید خان پخپله د سبزۍ بهر ملکونو ته لیږلو لوې تاجر دی وايي چې کله سیزن ښه وي نو هره ورځ صرف د پیښور په ائیرپورټ د خیبر پښتونخوا نه تر ۴٠٠٠٠ کلو پورې سبزي بهر لیږلی کیږي. دی وايي چې د کریلې نه علاوه اوږد او پیټه کدو، کچالان، ټینډه، بیرې، الواو پیاز بهر ملکونو ته لیږلی کیږي.

د کریلې نغدو پیسو د کرونده گر ژوند بدل کړی

د هري چند د سېمې ستر زمیدار اکبرعلي وايي چې تیرو څو کلونو کې کریلې ښه پیداوار او نغد امدن د هري چند د زمیدار ژوند بدل کړی. "د چا چې خپل کورونه نه وو اوس يي خپلې کوټې اچولې." دی وايي چې په هري چند کې د خلکو سره موټرې سائکلې هم ډیرې شوي دي ځکه چې زمیداره اوس بغیر د موټر سائیکله گرانه شوي ده.

کریلې د تماکو ځائې ونیو

اکبر علي وايي په هري چند او شا او خوا سېمو کې اوس خلک تماکو نه کري او د تماکو بټۍ شاړې پرتې دي. دی وايي دده د زمیدار خپله څلور بټۍ وي او اوس يي تړلې دي. اکبر علي وايي د تماکو فصل هیڅ څه گټه نه کوله، په بټۍ کې به سیزن کې د یو کور ټول خلک، ښځه، خاوند او بچي هر وخت لگیا وو، ځان به يي ښه کړه وو او نتیجه به دا وه چې تماکو به خپل سر هم نه راگرځو. هغه وايي سیمه کې کرونده گر اوس زیاتره کریلا کري چې په معاشي توگه زیاته گټه وره ده.

د کریلې کرونده او پیداوار

اکبر علي وايي په خیبر پښتونخوا کې د کریلې دوه سیزینه دي. یو سیزن د دسمبر نه تر مۍ پورې او بل د مۍ نه دسمبره پورې دی. دی وايي په هري چند کې هر کال تقریباً ٥٠٠٠ جربیه زمکه کریلا کرل کیږي. دی وايي د جرب په سر پیداوار ١٠٠٠٠ کلو دی چې پکې ٥٠٠٠ کلو هغه معیار دی کوم چې بهر ملکونو ته لیږلی کیدی شي. په پټي کې زمیدار ته د ٥٠ نه تر ٧٠ روپۍ پورې کلو نرخ ورکوي او دغه رنگ د جرب پیداوار پنځه لکه روپۍ امدن دی. دی وايي په یو جرب کریلا اوسط خرچه ٦٠٠٠٠ ده.

د زرو په قیمت زرگر پوهیږي

د پښتو یو متل دی چې د زرو په قیمت زرگر پوهیږي. هم دغه متل د کریلې د کر او خوراک په معامله کې هم سمی خوري. پښتانه زیاتره سبزي او په خاصه توگه کریلا ډیره نه خوښوي خو د هري چند د کریلې کاروبار ښائي چې بهر او په خاصه توگه ترقيافته هیوادونو کې کریلا ډیره خوښیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG