لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تندلارو او مذهبي ډلو مشري د سوات د بچیانو په لاسو کې


د پاکستاني طالبانو مسر ملا فضل الله
د پاکستاني طالبانو مسر ملا فضل الله
د پښتو متل دی چې "نوشیروان يي باچا او بختک يي وزیر وي نو خدائې دې خیر کړي"ــ اوس دې نو خدائې سوات ته خیر کړي.
د پاکستان انتظامي سېمه ملاکنډ ډویژن یا سوات وادي اوس په پوره ډول د مذهبي او ښې اړخي سیاسي ډلو د چترۍ لاندې راغلې. د مارچ په دېرشمه نیټه د پاکستاني اسټیبلشمنټ سره په نزدو اړیکو لرلو د تورن جماعت اسلامي نوی مشر سراج الحق د ملاکنډ ډویژن د کوز دیر بچی دی. ددې نه وړاندې د ترهگرۍ د پیښو منونکې تحریک طالبان پاکستان شورا د سوات ملا فضل الله مشر وټاکه. د نویمې لسیزې راهسې د بلې تندلارې او غیر قانوني گرځول شوې ډلې تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد هم د ملاکنډ ډویژن د کوز دیر مذهبي څېره ده. ددې نومونو د مشهورتیا نه وړاندې د اسلامي جهادي ډلې البدر مجاهدین مشر بخت زمین په جهادي حلقو کې خپل نوم پیدا کړی وو. بخت زمين هم د دیر د خاورې سره تعلق لري. دوي ټولو د مودو راهسې په سوات، دیر، ټول ملاکنډ ډویژن او شمال لور ته قبائیلي سېمو لکه باجوړ او مومندو کې وخت په وخت مذهبي او جهادي پتې چال کړي دي.
او کله چې د سوات په سیاسي منظر نامه کې ځايي اولس ته تیر کال د مشرانو ټاکلو چانس په لاسو ورغی نو دوي ښي اړخې سیاسي ډلې تحریک انصاف او مذهبي ډلې جماعت اسلامي ته ووټونه ورکړل. د سېمې مشري اوس په پارلیمنټ کې دغه دواړه گوندونه کوي او د سوات د جگړې په میدان کې موجود مشران بیا طالبان، تحریک نفاذ شریعت محمدي پلویان او د جماعت اسلامي ځېنې تند لاري غړي دي.
که په سوات وادۍ کې ددغو ټولو تندلارو، مذهبي او د پاکستان پوځي اسټېبلشمنټ پلوه ډلو لرې او نزدې ماضي ته وکتل شي نو طالبان ــ خو طالبان دي. دا نور يي بیا د طالبانو سره د ملگرتیا په سیاست کې په سیالۍ بوخت پاتې شوي.
طالبان او تحریک نفاذ شریعت محمدي دواړه افغانستان کې د اوسني سیاست مخالف دي، دوي افغان طالبان د افغانستا ریښتېنې مشران گڼي او د هغوي د واکمنۍ بیرته جوړولو لپاره ددوي په وینا "دیني، جهادي، جسماني او مالي" هسې کوي. تراوسه نه طالبانو او نه هم تحریک نفاذ شریعت محمدي داسې کومې اشارې ورکړې نه دي چې ښائي دوي خپله تگ لاره بدله کړې. دا دواړه ډلې د ملاکنډ ډویژن او په لویه کې د پاکستان د پښتنو سېمې لپاره هم شریعت غواړي او په عملي جگړه کې بوخت دي. دوي د سر قلم کولو، په دورو وهل او د ښځو لپاره سخت قانون خوښوي او کله چې يي وس رسیدلی نو دغه سزاگانې يي عملي کړي هم دي. ملا فضل الله د مولانا صوفي محمد زوم دی. فضل الله د غرونونه د پاکستان خلاف جگړه کوي او مولانا صوفي محمد د ترهگرۍ په تور بندیوان دی.
هم دوي ته ورته سیاست په پښتونخوا صوبه کې د واک من سیاسي ائتلاف تحریک انصاف او جماعت اسلامي هم دی. د تحریک انصاف مشر عمران خان ښائسته لبرل څېره لري. په غرب کې د کرکټ د لوبې، د یو غټ ستوري په حېث په د لندن په فیشني سوسائټۍ کې یو وخت هم دومره مشهور پاتې شوی څومره چې په دغه سوسائټۍ کې د برطانيي د شاهي کورنۍ شهزادگۍ ډیانه مشهوره وه. خو عمران خان د پښتنو لپاره طالب پلوه سیاسي ایجنډه لري او ښه په ډاگه د طالبانو جگړه ډرون حملو ته د "انتقام" نوم ورکوي. نوموړی په دغه لانجمنه پالیسۍ د "طالبان خان" په نوم پیژندگلو گټلې. خو عمران خان تل وايي پاکستان کې موجوده حالات ځکه رامېنځته شوي چې پاکستان په پردي جنگ کې ځان ښکیل کړی او دا چې هغه پاکستان د امریکې د اثر نه ازادول غواړي.
په جماعت اسلامي بیا د ټولو تندلارو ډلو د روحاني مشر تور لگول کیږي. په پاکستان افغانستان کې په جماعت باندې دا تور لگول کیږي چې سیاست يي د پاکستان د پوځ په قالب برابر دی. د جماعت پلویان تر اوسه په عملي جگړه کې په ظاهره شامل نه دي خو سیاسي ایجنډه يي بیا هم هغه ده د کومې عملي کولو لپاره چې طالبان یا نورې مذهبي تندلارې ډلې ټوپک په لاس په افغانستان، پښتونخوا او یا کشمیر کې جگړه کوي.
د جماعت نوی امیر سراج الحق خپله هم جهادي تاریخ لري. د طالب علمۍ په وخت يي په افغانستان او کشمیر کې د جهاد لپاره بلنې ورکړې. تیر ځل يي د وزارت نه استفا په باجوړ کې د ډرون یوې حملې په ځواب کې ورکړې وه. ورسته په هغه تور ولگید چې استفا يي ځکه ورکړې وه چې د جماعت اسلامي د امیر جوړیدو لپاره دا شرط وو چې په حکومتي څوکۍ ناست تن د جماعت امیر نشي جوړیدی. د پرویز مشرف د حکومت په وخت په سراج الحق دا تور هم لگیدلی وو چې په دیر کې يي د القاعده جنگیالو ته د نیول کیدو نه پناه ورکړې وه. نوموړي د جماعت اسلامي امیر جوړیدو ورسته کومه تنده خبره نه کړې او وايي وسله نه بلکه تعلیم د وخت ضرورت دی.
په داسې حال چې د پاکستان تر ټولو بااثره مذهبي سیاسي ډلې جماعت اسلامي او تر ټولو خطرناکې مذهبي تندلارې وسله والې ډلې مشري د ملاکنډ د ځامنو په لاسونو کې ده، نو ایا د سېمې په اولس کې به دا ویره راوناپاریږي چې هسې نه ــ "چتی خان شو نو کلی وران شو."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG