لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پاکستان چين لاره: په حکومت نيوکې ختمې نه دي

د پښتونخوا ملي گوند سېنېټر عثمان کاکړ ویلي دي مرکزي حکومت د پاکستان او چين د لاری یا کوریډور په جوړلو کې د وړو صوبو سره د کړي لوظ نه په شا شوی دی- هغه واېي مرکز لوظ کړی و چې د وړو صوبو برخه به د هغوېي د غوښتنو په شان ورکول کیږي خو واېي وس د ټول گونديزه کانفرنس کې شوی لوظونو نه حکومت په شا شوی دی – خو د حکومت وزير احسن اقبال ډيوه ریډیو ته ویلي دي حکومت په خپل لوظ ولاړ دی او تورونه بې بنیاده دي- هغه واېي د کوریډیور د غربي برخې لپاره 30 اربه ایښودل شوی او اول به دغه جوړیږي -

د پاکستان چين کوریډور منصوبه کې د گوادر نه تر کاشغره پوری سړک او گڼ شمیر د کارخانو لگولو منصویې شامل دي- پښتونخوا، بلوچستان او سنده صوبې مشران واېي د حکومت پلان دی ددغه سړک لویه برخه په پنجاب صوبه کې جوړه کړي او کارخانی هم هلته ولگوي – عثمان کاکړ ډیوه ته ویلي دي د وړو صوبو د حقونو نه ورکولو دغه کار پنجاب د پخوا راهسې کوي خو واېي وس به دوېي خپلو حقونو خوړلو باندی غلي نه کيني—

See all News Updates of the Day

پاکستان: د ایراني صدر په سفر کې د ګیس پایپ لاین په پروژه غور شوی، امریکې سره هم په تماس کې یو

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي پاکستان ته د ایران د صدر په اوسني سفر کې د دواړو هیوادونو مشرانو د ایران اؤ پاکستان تر منځ د ګیس پایپ لاین په پروژه هم غور کړی اؤ د دواړو هیوادونو ګډه اعلامیه کې هم د دې خبرې عکاسي شوې ده.

که څه هم پاکستان ته د ایران د صدر په اوسني سفر کي پاکستان او ایران خپل دوه خيزه تجارت د موجوده دوه اربه ډالرو څخه تر لسو اربه ډالرو ته د رسولو ژمنې کړي او دواړوهيوادونو په بيلا بيلو څانګو کي اته لوظنامې لاس ليک کړي خو په دغه ټولو کي د ګيس پایپ لاین ذکر نه ؤ.

د جمعې په ورځ رسنیو ته د احوال ورکولو په وخت د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلې، په اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې پاکستان اؤ ایران د توانایۍ اؤ بجلۍ په اړه په چارو هم غور کړی دی.

امریکې په دې وروستو کې داسې اشاره کړې ده چې که چرې پاکستان د ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژه سرته رسوي نو د بندیزو سره مخ کیدای شي.

ممتاز زهره بلوچ وویل،مونږ د امریکې بیان لیدلی دی اؤ خپلو د توانایۍ د ضرورتونو پوره کولو لپاره امریکې سره په تماس کې یو.

څيړونکي وایي نه ګڼي چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژه سر ته ورسوي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې وویل چې د پاکستان د توانایۍ خپلې مهمې اړتیاوې دي اؤ اسلام اباد اؤ تهران په دې لړ کې جوخته همکاري لري.

تر دې وړاندې تېره ورځ د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف هم د جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ويلي وؤ چې سيمه کي د غټو طاقتونو مداخلت زيات شوې دې او ګاونډيو هيوادونو ته به دې حوالې سره د خپلو ګټو لپاره يو ځای کيدل وي.

خواجه اصف د ايران د صدر ابرهيم ریسي د پاکستان سفرغټ پرمختګ وباله، په ځانګړې توګه د ګيس پایپ لاین پروژې په حوالې سره کومه چې د جيو پوليټيکل او نړيوالو بنديزونو له امله د ځنډ ښکار ده٠

د پاکستان د خارجه محکمې ویاندې اؤ د دفاع وزیر ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژې د سرته رسولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې امریکې د پاکستان بیلسټک میزایلو اؤ د لرې فاصلې پورې د وار کوونکي میزایلو د پروګرام لپاره د پرزو ورکولو په تور په څلورو بهرنیو کمپنیانو بندیزونه لګولي دي.

په دغو کمپینو د بندیزونو لګول کیدو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي پاکستان امریکا د هغې په وروستي اقدام له خپل تشویش خبر کړې ده اؤ مونږ دا ګڼو چې ایکسپورټ کنټرول سیاسي شوی دی.

څيړونکي وایي څنګه چې پاکستان په تيرو 14-15 کلونو کې ایران سره د ګیس د نل یا پايپ غځولو په پروژه کار پيل نه کړی شو نو دوي نه ويني چې د امريکې د فشار له وجې به پاکستان وکړې شي چې په دې پروژه لاس پورې کړي.

د انرژۍ د چارو کار پوهه خبريال ښاغلی خلیق کیاني د ډیوه خبریال الیاس خان سره خبرو کې ویلي،د پاکستاني چارواکو خوشبيني پخپل ځای خو د امريکا دريځ په دې اړه بيخي په ډاګه مخې ته راغلی دی.

هغه وایي "څنګه چې دوي(امریکې) د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو کمپنيو باندې بنديزونه لګولي دي دا هغوي پاکستان ته اشاره ورکړې چې مونږ دي حوالې سره سنجيده يو"

خليق کيانى وويل که څه هم دا پروژه د پاکستان لپاره ډيره مهمه ده او حکومت دې حوالې سره د امريکا څخه په بنديزونو کي د رعايت اخستلو يو خواست هم کړی دی خو اوس هم دې کي ډير مشکلات دي او" ماته نه ښکاري چې پاکستان به دومره په اسانه په دې پروژه کار پيل کړي"

څيړونکي ګڼي دا هر څه د امريکا فشارپه ګوته کوي.

د څېړونکو په وینا هر څو که پاکستان غواړي چې د خپل انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره دا مهمه پروژه پای ته ورسوي خو د امريکا د فشار له وجې ډير څه نه شي کولی او د دي يو غټ مثال دا دی چې ايران خو خپلې خوا ته دوه اربه ډالره مصرف کړي او تر پولې پورې یې پایپ غځولی خو پاکستان تراوسه د ګډي پولې راپديخوا کار شورو نه کړی شو.

ایا پاکستان به ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژې ترسره کولو کې د امریکې فشارونو ته ټینګ شي؟

د امريکې د ګواښ باوجود پاکستان په ايران- پاکستان ګيس پایپ لاین پروژې د پرمختګ اشاره ورکړې او د دفاع وزير خواجه اصف هيله څرګنده کړې چې د دې پروژې په لار کي پراته خنډان به لرې کوي او دا به سر ته رسوي٠

خو څيړونکي وایي دوي نه ويني چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې وکړی شى چې دا پروژه سر ته ورسي.

د پاکستان د دفاع وزير د جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ويلي سيمه کي د غټو طاقتونو مداخلت زيات شوې دې او ګاونډيو هيوادونو ته به دې حوالې سره د خپلو ګټو لپاره يو ځای کيدل وي.

خواجه اصف د ايران د صدر ابراهيم ریسي د پاکستان سفرغټ پرمختګ وباله، په ځانګړې توګه د ګيس پایپ لاین پروژې په حوالې سره کومه چې د جيو پوليټيکل او نړيوالو بنديزونو له امله د ځنډ ښکار ده٠

د پاکستان د دفاع وزير دا بيان په داسې وخت کي مخې ته راغلی چې امريکا په روانه هفته کي څو واري د ايراني صدر له سفر وروسته د ايران او پاکستان تر منځه تجارتي سوداګانو او په ځانګړې توګه د ګيس پایپ لاین د منصوبې عملى کولو په رڼا کي د بنديزونو لګولو لوري ته اشاره کړي ده.

څيړونکي وایي څنګه چې پاکستان په تيرو 14-15 کلونو کې په دې پروژه کار پيل نه کړی شو نو دوي نه ويني چې د امريکې د فشار له وجې به پاکستان وکړې شي چې په دې پروژه به لاس پورې کړي.

د انرژۍ د چارو کار پوهه خبريال ښاغلی خلیق کیاني ډیوه سره خبرو کې وایي، د خواجه اصف خوشبيني پخپل ځای خو د امريکا دريځ په دې اړه بيخي په ډاګه مخې ته راغلی دی.

هغه وایي "څنګه چې دوي(امریکې) د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو کمپنيو باندې بنديزونه لګولي دي دا هغوي پاکستان ته اشاره ورکړې چې مونږ دي حوالې سره سنجيده يو"

خليق کيانى وويل که څه هم دا پروژه د پاکستان لپاره ډيره مهمه ده او حکومت دې حوالې سره د امريکا څخه په بنديزونو کي د رعايت اخستلو يو خواست هم کړی دی خو اوس هم دې کي ډير مشکلات دي او" ماته نه ښکاري چې پاکستان به دومره په اسانه په دې پروژه کار پيل کړي"

که څه هم پاکستان ته د ایران د صدر په اوسني سفر کي پاکستان او ایران خپل دواړه خيزه تجارت د موجوده دوه اربه ډالرو څخه تر لسو اربه ډالرو ته د رسولو ژمنې کړي او دواړوهيوادونو په بيلا بيلو څانګو کي اته لوظنامې لاس ليک کړي خو په دغه ټولو کي د ګيس پایپ لاین ذکر نه ؤ.

څيړونکي ګڼي دا هر څه د امريکا فشار په ګوته کوی

د څېړونکو په وینا هر څو که پاکستان غواړي چې د خپل انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره دا مهمه پروژه پای ته ورسوي خو د امريکا د فشار له وجې ډير څه نه شي کولی او د دي يو غټ مثال دا دی چې ايران خو خپلې خوا ته دوه اربه ډالره مصرف کړي او تر پولې پورې یې پایپ غځولی خو پاکستان تراوسه د ګډي پولې راپديخوا کار شورو نه کړی شو.

امریکا وایي پاکستان یې په سیمه کې مهم ملګری دی او خپلې اړیکې ورسره نورې هم پیاوړې کوي

 د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل
د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل

امریکې ویلي پاکستان همغسې په سیمه کې د امریکې مهم ملګری یا شراکت دار دی اؤ واشنګټن به اسلام اباد سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو محکمې دا تاثر رد کړی چې ګنې د امریکې له لوري د پاکستان د بیلسټک میزایلو د پروګرام په بهرنیو سپلایرانو لګول شوی بندیز د دواړو ملګونو ترمنځ د اړیکو خرابېدل په ګوته کوي.

مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په وخت د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل ویلي چې امریکا به د پاکستان سره د خپلو مهمو اړیکو د لا باثباته کولو هڅه کوي.

له ترجمان وپوښتلی شول چې د امریکې له لوري د پاکستان د بیلسټک میزایلو د پروګرام په سپلایرانو له بندیز لګول کیدو وروسته اړیکې تاوجنې ښکاري اؤ پاکستاني چارواکو هم ځینې سخت بیانونه ورکړي دي ایا د امریکې اؤ پاکستان تر منځ کومه معامله روانه ده؟

په ځواب کې یې ویدانټ پټيل وویل "هیڅکله نه"

هغه وویل "پاکستان په سیمه کې زمونږ له مهمو ملګرو څخه یو دی"

ویاند وویل "زمونږ د پاکستان د حکومت سره په ځانګړي‌ ډول د امنیت اؤ تجارت په څانګو کې ډيرې زیاتې همکارۍ دوامداره دي"

هغه امریکې ته د پاکستان د خزانې د وزیر د وروستي سفر په حوالې ورکولو سره وویل" دا یو مضبوط تعلق دی اؤ موږ ددې د لا پیاوړتیا هڅه کوؤ"

تر دې وړاندې پاکستان د امریکې له لوري د خپل بیلسټک میزایلو اؤ تر اوږدې فاصلې د وار کوونکي میزایلو د پروګرام په څلور سپلایرانو د بندیزو لګولو په پرېکړه نیوکې کړې وې.

د پاکستان خارجه دفتر پخپل غبرګون کې ویلي وؤ چې" پاکستان د برامدي کنټرول سیاسي مقصدونو لپاره کارول کیده ردوي"

امریکې چې په کومو څلورو غیرملکي کمپنیو د پاکستان د بیلسټک میزایلو لپاره د ټیکنالوجۍ اؤ پرزو د ورکولو تور لګولی ؤ د هغې تعلق د چین اؤ بیلا روس سره دی.

(د وي او ای اردو په مننه)

کورمه، لکي مروت: وسله والو بریدونو کې د دوو امنیتي کسانو په ګډون دري تنه وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د لکي سیمنټ په نوم د سيمنټو په کارخانه وسله وال برید شوی، د کارخانې یو ساتونکی پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

‏‎بل لور ته له افغانستان سره په پوله د خېبر پختونخوا په کورمه قبایلي ضلع کې د نامالومو وسله والو برید کې دوه امنیتي عسکر او یو ځایي اوسیدونکی وژل شوي دي.

پولیس وايي د شپې ناوخته وسله والو د لکي مروت پېزو سیمه کې د لکي سیمنټ په کارخانه برید کړی دی.

د دوی په وینا په برید کې د کارخانې یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پېزو تاڼې چارواکي وايي وسله والو د کارخانې په ماینګ برخه برید کړی دوه ایکسیوېټر او یو ټېنکر سوځولي او څلور کارمندان یې د تښتولو وروسته خوشي کړي دي.

د دوی وینا ده له برید سره سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، ټوله سیمه یې ګیره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې وخته د پېښې زمه داري چا په غاړه نه ده اخستې.

لکي سیمنټ کارخانه د لکي مروت په سوېل کې موقعیت لري چې پولې یې د ډېره اسماعیل خان یارک سیمې سره لګېدلي دي.

په ۲۱م اپرېل یارک سیمه کې نامالومو کسانو د کسټم په عسکرو حمله کړ‎ې د کسټم درې عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

دې پېښې ته په غبرګون کې د پارلیمان پخواني غړي او د پي ټي ایم مخکښ علي وزیر په ایکس لیکلي،

د خېبرپښتونخوا نه سرمايه کاران د سازش او منصوبه بندۍ سره شړل کيږي. په دې کړکېچن بهیر کې ټول ښکېل اړخونه په ورته پاڼه کې دي.

بل لور امنیتي سرچینې وايي په کورمې قبایلي ضلع کې نامالومه وسله والو په ډزو کې دوه امنیتي عسکر او یو ځايي تن وژل شوي دي.

د دوی په وینا دا پېښه له افغان پولې سره جوختې ماتا سنګر سیمه کې هغه وخت شوې چې امنیتي ځواکونه د لټون په عملیاتو بوخت وو، چې له یوه نږدې کور څخه پرې ډزې شوي دي.

په دې اړه نور مالومات مخې ته نه دي راغلي.

چارواکي وايي ماښام د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي په پتاسي اډه سیمه کې چاودنه شوې چې پکې دوه لاروي ژوبل شوي دي.

فايز عيسا: "د کله نه چيف جسټس جوړ شوی يم  يو جج هم راته د لاسوهنې شکايت نه دی کړی"‏

د پاکستان د سپريم کورټ چیف جسټس قاضي فايز عیسا ویلي، " د کله نه چې چيف جسټس جوړ شوی يم، ماته د هايکورټ يو جج هم شکايت نه دی کړی ‏چې په کار کې یې لاسوهنه شوې ده، او که چرته لاسوهنه شوي وي، ماته یې رپورټ نه دی شوی".‏

د پاکستان چیف جسټس قاضي فايز عيسا دغه خبره د سيند هايکورټ د وکیلانو اتحادیې ته په وينا کې کړې ده.‏

‎ ‎قاضي فايز عيسا د تېر کال په ‏‎17‎م ستمبر د پاکستان د 29م چيف جسټس يا مشر قاضي په حېث سوګند پورته کړی وو.‏

د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په ‏‎26‎م مارچ جوډيشل کونسل ته په ليکلي خط کې غوښتنه کړې وه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د ‏‏لاسوهنې په سر دې جوډيشل کنونشن راوبلل شي.‏

په لومړي اپرېل چيف جسټس په دغه معامله ازخود نوټس اخستی او د قضيې د اورېدنې دپاره یې د اووه کسيزه ججانو لارجر بنچ يا ډلې جوړولو پرېکړه ‏کړې وه.‏

په ياده معامله وزيراعظم او چيف جسټس هم ليدلي او وروسته د يو کمېشن جوړولو ويل شوي، جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني ‏د کمېشن مشر جوړ کړل ‏شوی خو هغه ترې معذرت کړی وو.‏

چيف جسټس ویلي، په عدالتي چارو کې د لاسوهنې څومره پېښې چې شوي د هغه د چیف جسټس جوړېدو نه وړاندې شوي دي.‏

نوموړي زياته کړې، "لاسوهنه به ونه زغمل شي".‏

د لاهور هايکورټ د ججانو د خط وروسته د هايکورټ او سپريم کورټ ججانو ته په مرموزو لړلو پوډرو خطونو ترلاسه کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.‏

د رپورټونو ترمخه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د چارواکو د لاسوهنې د تورونو ضد از خود نوټس اورېدنې دپاره بل عدالتي بنچ جوړ کړل ‏شوی دی.‏

ويل شوي، د چيف جسټس په مشرۍ به د شپږ کسيزه ججانو بنچ په ‏‎30‎م اپرېل د قضيې اورېدنه کوي.‏

له دې نه په وړاندینۍ اورېدنه سپريم کورټ د هایکورټ عدالتونو نه علاوه د پاکستان بار کونسل او سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن څخه د استخباراتي ‏ادارو د لاسوهنې په اړه وړانديزونه غوښتي وو.‏

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00
XS
SM
MD
LG