لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیار ولي خان وايي چین سره د راهدارۍ لار کې بندولون نه مني


وزيراعلي وويل چې نوې لاره دزړې لارې څخه ٦٣٥ کلو ميټره زياته ده اؤ دپاکستان اؤ چين ترمينځ چې کوم تړونونه شوي هغه د د اوویشت اشاریه اووه اربو ډالرو دي چې پکې دپنجاب لپاره ١١ اربه، سندهـ لپاره ٩ اربه، خيبرپښتونخوا لپاره دوه اشاریه اووه اؤ بلوچستان لپاره هيڅ رقم نۀ دى ټاکل شوى، دوزيراعلي وينا وه چې خيبرپښتونخوا ته ددې يو په دوه اؤ يو په درې برخه ورکول پکار وو
وزيراعلي وويل چې نوې لاره دزړې لارې څخه ٦٣٥ کلو ميټره زياته ده اؤ دپاکستان اؤ چين ترمينځ چې کوم تړونونه شوي هغه د د اوویشت اشاریه اووه اربو ډالرو دي چې پکې دپنجاب لپاره ١١ اربه، سندهـ لپاره ٩ اربه، خيبرپښتونخوا لپاره دوه اشاریه اووه اؤ بلوچستان لپاره هيڅ رقم نۀ دى ټاکل شوى، دوزيراعلي وينا وه چې خيبرپښتونخوا ته ددې يو په دوه اؤ يو په درې برخه ورکول پکار وو

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان ویلي چین سره تجارت دپاره د مجوزه راهدارۍ په لاره کې د وفاقي حکومت لخوا بدولون نه مني د او راهدارۍ اصل لار پرځائې ساتلو دپاره به کوښښونه کوي.

د راهدارۍ په موضوع د خپل گوند د مشرانو سره د غونډې ورسته، اسفندیار ولي خان وویل

ای این پې به د زړې لارې پرځائې کولو دپاره په سیاسي او قانوني کچه کوښښونه کوي.

د ای این پې مشر زیاته کړه چې پارټي به بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په دې اړه ال پارټیز کانفرنسونه کوي چې پکې د ائنده دپاره لار ټاکلی کیږي چې څه به کولی شي.

اسفندیار ولي خان وویل په زړه نقشه کې ټاکل شوي وه چې راهداري به د داسې سېمو نه تیریږي چې ترهگرۍ دلاسه په پرمختگ کې ورسته پاتې شوي دي. هغه زیاته کړه په نوي نقشه کې فاټا د نظر نه غورځولی شوي ده.

وفاقي حکومت دا خبره ردوي چې گنې د چین سره د تجارتي راهدارۍ په لار کې تبدیلي شوې ده.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلیو د راهدارۍ په لار کې د بدلون په مخالفت کې قراردادونه منظور کړې دي.

د شورو یا چارشنبې په ورځ دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک دگوادر،کاشغر داقتصادي راهدارۍ په اصل لاره کې دبدلون مخالفت او مرکزي حکومت ته يي احتجاج وکړو.

وزيراعلي وويل چې نوې لاره دزړې لارې څخه ٦٣٥ کلو ميټره زياته ده اؤ دپاکستان اؤ چين ترمينځ چې کوم تړونونه شوي هغه د د اوویشت اشاریه اووه اربو ډالرو دي چې پکې دپنجاب لپاره ١١ اربه، سندهـ لپاره ٩ اربه، خيبرپښتونخوا لپاره دوه اشاریه اووه اؤ بلوچستان لپاره هيڅ رقم نۀ دى ټاکل شوى، دوزيراعلي وينا وه چې خيبرپښتونخوا ته ددې يو په دوه اؤ يو په درې برخه ورکول پکار وو.

د ای این پې مشر اسفندیار ولي خان د اتوار یا دوشنبې په ورځ د راهدارۍ په اړه خبري کانفرنس کې څه ویلي، تفصیل يي پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه رپورټ کې دلته اوریدی شۍ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG