دا د کال ١٩۴٨ د اگست د میاشت ١٢ مه نیټه وه، دوست محمد خان تنکې هلک وو او د خپلو مشرانو سره د چارسدې د بابړې په میدان د خدائي خدمتگارانو په غونډه کې موجود وو چې په غونډه د پولیسو ډزې شورو شوي او په سلگونو خلک پکې ووژل شو.
د پښتنو په تاریخ کې دغه واقعه په غم او درد یادیږي او سیاسي مبصرین بابړه د سیاسي حقوقو دپاره د مبارزې او د جبر د علامت په توگه یادوي.
د نهې په ورځ چارسده کې د بابړې د یاد دستوره وشوه چې د عوامي نیشنل پارټۍ ځېنې مشرانو پکې برخه اخېسته او بابړه کې وژل شوو د خدائي خدمتگار تحریک پلویان ته پکې پیرزونې وړاندې کړی شوي.
دوست محمد خان اوس سپین ږیرې مشر دی خو د کال ١٩۴٨ د پېښې یادونه يي په ذهن نقش دي او کله چې بیانوي نو اوریدونکې ته ددغه ورځې تصویر جوړ کړي.
دوست محمد خان سره د بابړې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد مومند خبرې اترې کړې دي تاسو يي دلته اوریدی شۍ: