لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسله والو جلال اباد څخه غيرملکي ښځه تښتولې


 که هر څو ددغه پيښې په اړه زيات معلومات مخې ته نه دي راغلي خو دننګرهار ولايت دپوليسو مشر زوراور زاهد امريکا غږ ته ويلي تښتول شوې ښځه اسټريلوي وګړې ده.
که هر څو ددغه پيښې په اړه زيات معلومات مخې ته نه دي راغلي خو دننګرهار ولايت دپوليسو مشر زوراور زاهد امريکا غږ ته ويلي تښتول شوې ښځه اسټريلوي وګړې ده.

دافغانستان ختيز ښار جلال اباد کې دپوليسو په دريشۍ کې دوو وسله والو يوه غيرملکي ښځه تښتولې ده.

که هر څو ددغه پيښې په اړه زيات معلومات مخې ته نه دي راغلي خو دننګرهار ولايت دپوليسو مشر زوراور زاهد امريکا غږ ته ويلي تښتول شوې ښځه اسټريلوي وګړې ده.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه داسټريليا دبهرنو چارو وزير جولي بشپ دجمعې په ورځ خبريالانو ته دغه لړ کې ويلي دي ددې خبرې دمعلومولو لپاره چې کيتهرين جين ولسن سره څه پيښه رامينځته شوې افغان چارواکو سره تماس کې دي.

هغه وويل افغان چارواکو څخه ددې خبرونو پخلى کولى شي خو افغان چارواکي ګمان کوي هغه تښتول شوې ده، مونږ دټولو تفصيلاتو دپخلي هڅه کوو او دا مهال مونږ دهغې دکورنۍ سره تماس کې يو

دکيري په نوم شهرت لرونکې دغه ښځې پلار دهغې په حفاظت سره دواپسۍ غوښتنه کړې ده.

داسټريليا په پرتهـ ښار کې ميشته براين ولسن دخپلې لور په حفاظت سره دواپسۍ غوښتنه کړې او ويلي يې دي هغې خپل زياتره ژوند دسيمې دښځودژوند په ښه کولو کې تيرکړى.

داى پي ترمخه دکيتهرين عمر دشپيتوو کلونو څخه زيات دى او هغه دڅو کلونو راهسې افغانستان کې ميشته او دزردوزي په نوم اداره چلوي، دغه اداره افغان ميرمنو سره مرسته کوي.

داسټريليا دبهرنو چارو وزير جولي بشپ دا وړانديز رد کړى چې ګنې اسټريليا به دهغې دراخوشې کولو لپاره تاوان ادا کوي او ويلي يې دي دهغوي تګلاره دا ده چې تښتونکو ته تاوان نه ادا کوي.

دسيمه ييزو سرچينو ترمخه کيتهرين سپنګر هوټل کې ميشته وه خو دشورو په شپه هغې دجلال ابانو په انګور باغ نومې سيمه کې دزردوزي ودانۍ کې دخپلو سيمه ييزو ملګرو سره داوسيدو پريکړه کړې وه.

دزيارت په سحر وسله وال دغه ودانۍ ته ورننه شول او هغه يې وتښتوله، خو کومې ډلې تر دې مهاله دهغې دتښتول کيدو پړه په غاړه نه ه اخستې.

تيرو دوو مياشتو کې جلال اباد کې دتښتول کيدو دا دوهمه لويه پيښه ده، له دې وړاندې وسله والو دافغانستان دمشر قاضي ځوې تښتولى و خو امنيتي ځواکونو وروستو هغه راخوشې کړى و.

افغانستان کې دکارکوونکو غيرملکيانو لپاره دتاوان لپاره دتښتول کيدو پيښې ترټولو لويه خطره ګڼلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG