لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دګوله بارۍ پسر پاکستانى سفير غوښتل شوى


 دراپورونوترمخه کابل کې دپاکستان سفير اکبر حسين دبهرنو چارو وزارت غوښتى او هغه ته يې دپولې پورې غاړې څخه دپاکستاني ځواکونو له لوري په ګوله بارۍ باضابطه احتجاج کړى دى.
دراپورونوترمخه کابل کې دپاکستان سفير اکبر حسين دبهرنو چارو وزارت غوښتى او هغه ته يې دپولې پورې غاړې څخه دپاکستاني ځواکونو له لوري په ګوله بارۍ باضابطه احتجاج کړى دى.

دميډيا راپورونه وايي افغانستان دپولې پورې غاړې پاکستان څخه دګوله بارۍ پسر کابل کې دافغانستان سفير اکبر حسين غوښتى او ورته يې په دغه معامله احتجاج کړى دى.

دراپورونوترمخه کابل کې دپاکستان سفير اکبر حسين دبهرنو چارو وزارت غوښتى او هغه ته يې دپولې پورې غاړې څخه دپاکستاني ځواکونو له لوري په ګوله بارۍ باضابطه احتجاج کړى دى.

دافغانستان دبهرنو چارو انتظامي وزير ناصر احمد انديشه دپولې دپورې غاړې څخه دافغانستان دننګرهار ولايت په لال پور او ګوشته سيمو کې دکيدونکې ګوله بارۍ غندنه کړې او په سمدستي توګه يې ددې داودرولو غوښتنه کړې ده.

دافغان ميډيا راپورونو کې دعوه شوې دغه ګوله باري تر دوؤ ورځو دوامداره وه چې پکې يو عسکر وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه پاکستاني چارواکو ويلي وو په قبايلي سيمه مومندايجنسۍ کې يې دامنيتي ځواکونو په يوه امنيتي پوسته دشکمنو تندلارو لخوا افغانستان څخه دمارټرګولې داغل شوي چې پکې ديو عسکر دوژل کيدو او دريوو دژوبل کيدو دعوه شوې وه.

افغان سفير ددغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي دغه بريد په داسې حال کې شوى چې افغانستان کابل کې په ١٩م اپريل دترهه ګرو په ترسره شوي بريد ماتم کولو، دغه بريد کې ٦٤ کسان وژل شوي وو.

افغان وزير پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه دې دغه سرغړونې اودروي ترڅو ددواړو هيوادونو اړيکې نورې اغيزمنې نه شي.

دپاکستان سفير هم په دغه پيښه دخفګان څرګندونه کړې او افغان حکومت ته يې باور ورکړى چې دهغوي دانديښنو څخه به اسلام اباد کې چارواکي خبروي.

دګل په ورځ پاکستاني چارواکي ويلي وو دمومندايجنسۍ په بايزۍ سيمه کې تندلارو په امنيتي پوسته دمارټر ګولې داغلي.

دطالبانو څخه بيلې شوې يوې تندروه ډلې جماعت الاحرار ددغه بريد پړه په غاړه اخستې وه او منلې يې وه چې نښته کې يې څلور جنګيالي ژوبل شوي هم وو.

په ١٩م اپريل کابل کې دافغانستان داستخباراتي ادارې په دفتر دځانمرګي بريد ترسره کيدو څخه وروستو دپاکستان او افغانستان اړيکې تاؤژنې شوي او افغان حکومت پاکستان څخه پخپله خاوره دموجودو طالب جنګيالو په ضد دسختو ګامونو اخستو غوښتنه کړې.

دپاکستان په اړه دکابل دحکومت رويه کې دغه سختوالى وروستو له هغې راغلى چې افغان طالبانو ورسره هيواد څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تروتلو دسولې دخبرو څخه انکار وکړو او تشدد پيښو کې يې اضافه راوسته.

خو پاکستان دريځ لري چې افغان حکومت سره دافغان طالبانو دسولې دخبرو ميز ته کښينول يواځې دهغوي مسؤليت نه دى بلکې دا دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دروغې جوړې لپاره دجوړې شوې څلور ملکي ډلې ګډ مسوليت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG