لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا اوهايوايالت کې ديوې کورنۍ ٨ کسان وژل شوي


 دميډيا راپورونو کې ويل شوي دي وژل شوي ټول کسان پسرونو په ډزو ويشتل شوي اؤ دهغوي مړي دڅلورو بيلا بيلو ځايونو څخه ترلاسه شوي دي.
دميډيا راپورونو کې ويل شوي دي وژل شوي ټول کسان پسرونو په ډزو ويشتل شوي اؤ دهغوي مړي دڅلورو بيلا بيلو ځايونو څخه ترلاسه شوي دي.

دامريکا داوهايو ايالت په څلورو کورونو کې ديوې کورنۍ ٨ غړي وژل شوي دي.

دميډيا راپورونو کې ويل شوي دي وژل شوي ټول کسان پسرونو په ډزو ويشتل شوي اؤ دهغوي مړي دڅلورو بيلا بيلو ځايونو څخه ترلاسه شوي دي.

پوليسو ته سحر خواؤشا ٧ بجې ددريوو کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ اؤ وروستو په لږه فاصله يې ددوؤ نورو کسانو مړي هم وموندل، ددوؤ کسانو دوژل کيدو خبر ددغه ځاې څخه يو کلو ميټر لرې ترلاسه شوې اؤ ديو ١٦ کلن ځوان مړى ١٠ کلو ميټره لرې ترلاسه شو.

دوژل شوؤ دغو ټولو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره ؤ چې پکې د١٦ؤ کالو يو ځوان هم شامل ؤ.

چارواکي اوس مهال ددې خبرې پلټنې کوي چې ددغو کسانو دوژنې علتونه څه وؤ؟ ،هغوي کوم يو تن اؤ که کومې ډلې وژلي دي؟

پوليسو دوژل شوؤ کسانو دکورنۍ نورو غړو ته هم دبيدار اوسيدو وينا کړې ده.

دتيرو څو مياشتو راهسې دامريکا بيلا بيلو رياستونو کې دډزو دغه رقم پيښې پرله پسې رامينځته کيږي.

دمارچ په مياشت کې پنسلوانيا ايالت کې دډزو هم دغه رقم يه پيښه کې دڅلورو ښځو په ګډون پينځه کسان وژل شوي وؤ، له دې وړاندې دکنساس ايالت يوه کارخانه کې دوسله وال تن په ډزو څلور کسان وژل شوي اؤ ٣٠ نور ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG