لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وائي دکابل ځانمرګي بريد کې دمړو شميره 64ؤ ته رسيدلې


 دغه تازه شميره په ډاګه کوي چې دنهې په ورځ کابل کې دطالبانو لخوا ترسره شوى بريد ٢٠٠١ء کال کې دهغوي داقتدار څخه دلرې کولوراپديخوا تر ټولو خونړى بريد ؤ.
دغه تازه شميره په ډاګه کوي چې دنهې په ورځ کابل کې دطالبانو لخوا ترسره شوى بريد ٢٠٠١ء کال کې دهغوي داقتدار څخه دلرې کولوراپديخوا تر ټولو خونړى بريد ؤ.

افغان چارواکي وائي دنهې په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې ترسره شوي ځانمرګي بريد کې دمړو شميره 64ؤ ته رسيدلې اؤ347 کسان نور ژوبل دي.

دغه تازه شميره په ډاګه کوي چې دنهې په ورځ کابل کې دطالبانو لخوا ترسره شوى بريد ٢٠٠١ء کال کې دهغوي داقتدار څخه دلرې کولوراپديخوا تر ټولو خونړى بريد ؤ.

دشورو په ورځ کابل کې دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل ددې خبرې په لوړه کچې پلټنې روانې دي چې څنګه سختي امنيتي ساحه کې دغه حمله وشوه؟

دغه حمله دافغانستان داستخباراتي ادارې نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي( اين ډي ايس) يو دفتر په نخښه کړل شوى ؤ، دغه دفتر دصدارتي محل اؤ دامريکائي سفارت خانې څخه په لږه فاصله موقعيت لري.

چارواکي وائي چې دځانمرګي بريد څخه وروستو دافغان ملي ځواکونو اؤ جنګيالو ترمينځ تر څو ساعتو نښته روانه وه چې پکې ټول حمله کوونکي وژل شوي اؤ ځينو ځانونه الوزولي دي.

صديقي وويل چې دحمله کوونکو دشميرې معلومولو په اړه پلټنې روانې دي خو وې منله چې امنيتي تدابيرو کې دکمي له امله دغه خونړۍ حمله رامينځته شوې.

دحملې څخه سمدستي وروستو طالبانو ددې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه حمله په درنو وسلو سمبالو دريوؤ ځانمرګيانو ترسره کړې ده.

وياند صديقي وويل چې يو ځانمرګي دبارودو څخه ډک ګاډى داين ډي ايس دوي ائي پي پروټيکيشن يونټ دمحکمې په پارکنګ لاټ کې الوځولى چې ورسره نورو دوؤ ځانمرګيانو ته ودانۍ ته دداخليدو لپاره لاره هواره شوې وه.

صديقي وويل چې لمړۍ پلټنې په ډاګه کوي چې دغه منظمه حمله دطالبانو اؤ حقاني نيټ ورک له لوري په شريکه ترسره شوې ده.

په ډاګه دې وي چې تيرو وختونو کې افغان چارواکو په پاکستان تور لګولى چې دحقاني نيټ ورک دهاغو جنګيالو په ضد مناسب ګامونه نۀ اخلي کوم چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي اؤ افغان ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي اؤ وائي شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو په مهال يې پرته له کوم امتياز څخه دترهه ګرو ټولې ډلې په نخښه کړي دي.

ددغه خونړۍ حملې دافغان مشرانو ترڅنګ دنړيوالو مشرانو له لوري هم غندنه شوې ده.

افغان صدر اشرف غني يو بيان کې ددغه حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دا په ډاګه افغان امنيتي ځواکونو سره مخ په مخ جګړه کې ددښمن ماتې ښائي

دنهې په ورځ واشنګټن کې دوائټ هاؤس ديو بريفنګ په مهال پريس سيکرټري جوش ارنسټ کابل کې ترسره شوې دغه حمله په افغان ځواکونو اؤ اولس يوبزدلانه بريد ګرځولى، هغه وئيلي دي امريکا دافغان حکومت اؤ اولس ملاتړ کوي.

دملګرو ملتونو سيکورټي کونسل هم ددغه حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ يو بيان کې يې دپيښې دښکار شوؤ خلکو دکورنو سره دخواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG