لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: چاؤدنه کې خودکش حمله کوونکى وژل شوى


 دپوليسو ترمخه دجهلم ښار دډوميلي موړ سره نزدې دزيارت په ورځ يو شکمن ترهه ګر دريلوى لا ئن سره نزدې چاؤديدونکي مواد ښخول خو په دغه مهال څاروي څرونکي تن دهغه ددغه شکمن عمل اطلاع پوليسو ته ورکړه.
دپوليسو ترمخه دجهلم ښار دډوميلي موړ سره نزدې دزيارت په ورځ يو شکمن ترهه ګر دريلوى لا ئن سره نزدې چاؤديدونکي مواد ښخول خو په دغه مهال څاروي څرونکي تن دهغه ددغه شکمن عمل اطلاع پوليسو ته ورکړه.

پوليس وائي چې دپاکستان دپنجاب صوبې په جهلم ښار کې يو ځانمرګي په ګيره کې داخستل کيدو وروستو په ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد چولي دي.

دپوليسو ترمخه دجهلم ښار دډوميلي موړ سره نزدې دزيارت په ورځ يو شکمن ترهه ګر دريلوى لا ئن سره نزدې چاؤديدونکي مواد ښخول خو په دغه مهال څاروي څرونکي تن دهغه ددغه شکمن عمل اطلاع پوليسو ته ورکړه.

دغه تن ميډيا ته وئيلي دي دهغه په شور کولو اؤ په شکمن ترهه ګر دکاڼو ورولو وروستو هغه ددغه ځايې څخه تښتيدلى اؤ په منډه کې يې ډزې هم کړي دي.

په دغه مهال پوليس عسکر موقع ته رسيدلي اؤ دشکمن ترهه ګر تعاقب يې کړى اؤ دچارواکو وينا ده دغه ترهه ګر ځان دچاؤديدونکو موادو له لارې په چاؤدنې سره الوځولى دى.

دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې ددغه شکمن ځانمرګي هدف لاهور څخه پينډۍ ته تلونکى ټرين ؤ چې پکې په سلګونو مسافر سوارۀ وؤ.

دسيمه ييزو پوليسو يو مشر ذوالفقار ورک خبريالانو ته وئيلي دي چې ريلوى لا ئن ته زيان نۀ دى رسيدلى اؤ دپيښې دځايې څخه درې تمانچې، ګولۍ اؤ بارودي مواد لاسته راوړل شوي دي.

چارواکو دعوه لرله چې ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو دپيل کيدو راپديخوا دهيواد دامن وامان صورتحال کې ښه والى راغلى خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا دپاکستان بيلا بيلوبرخو اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا صوبه کې دترهه ګرۍ پيښو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG