لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو شيرمحمد ستانکزى دخپل سياسي دفتر مشر ټاکلى


د شيرمحمد ستانکزى اؤ دهغه دمرستيال عبدالسلام حنفي د ټاکلو پريکړه دطالبانو مشر ملا اختر منصور کړې ده.
د شيرمحمد ستانکزى اؤ دهغه دمرستيال عبدالسلام حنفي د ټاکلو پريکړه دطالبانو مشر ملا اختر منصور کړې ده.

افغان طالبانو شير محمد عباس ستانکزى قطر کې دخپل سياسي دفتر نوى مشر ټاکلى دى.

خبري ادارې اى ايف پي دطالبانو دشورا ديو غړي په اړه وئيلي دي چې دطالبانو دسياسي څانګې نوى مشر شير محمد عباس ستانکزى دامن مذاکراتو پلوي دى.

د شيرمحمد ستانکزى اؤ دهغه دمرستيال عبدالسلام حنفي د ټاکلو پريکړه دطالبانو مشر ملا اختر منصور کړې ده.

شيرمحمد عباس ستانکزى دافغان طالبانو سينئر مشر اؤ دطالبانو حکومت کې دروغتيا وزير پاتې شوى دى.

دطالبانو دشورا غړي وئيلي دي چې دغه دواړه کسان دامن مذاکراتو پلوي دي اؤ هغوي افغان حکومت اؤ نړيوالې ورورولۍ سره تړون ته درسيدو په غرض ټاکل شوي دي.

سږکال داګست مياشت کې دطالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر دمړينې دپخلي څخه وروستو دطالبانو شورا ملا اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى ؤ.

د ملا اختر منصور دطالبانو دمشر جوړيدو څخه وروستوافغانستان کې دطالبانو دبيلا بيلو ډلو ترمينځ اختلافونو سر راپورته کړى اؤ ګڼو ډلو دملا منصور دمشرۍ منلو څخه انکار کړى.

دملا منصور لخوا دطالبانو دمشرۍ سمبالولو څخه وروستو دهاغه وخت دطالبانو دسياسي دفتر مشر سيد طيب اغا هم په ملا منصور نيوکې کړې وې اؤ احتجاجاً مستعفي شوى ؤز

دافغان شخړې دسياسي حل راويستو لپاره دطالبانو له لوري ٢٠١٣م کې قطر کې سياسي دفتر پرانستل شوى ؤز

دافغان حکومت له لوري دملا عمر دمړينې دپخلي اؤ ملا اختر منصور دطالبانو دنوي مشر جوړيدو څخه وروستو دطالبانو ترمينځ دقيادت پسر داختلافونو له امله دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ مذاکرات هم دځنډ ښکار شوي وؤ.

دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دپاکستان په کوربه توب دجوړجاړي دخبرو لمړى پړاؤ سږکال دجولا ئي مياشت کې دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې ترسره شوى ؤ، دغو مذاکراتو ته دپاکستان ترڅنګ دامريکا اؤ چين ملاتړ هم ترلاسه ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG