لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل د امريکې نائب صدر جوبائيډن سره ليدلي


د دواړو خواؤ نه افغانستان کې د امنيت په ځايي کولو عزم څرګند کړی شوی دی
د دواړو خواؤ نه افغانستان کې د امنيت په ځايي کولو عزم څرګند کړی شوی دی

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف خپله امريکايي دوره کې د امريکې نائب صدرجوبائيډن سره په سپينه ماڼۍ کې ليدلي دي ، او په دغه ليدنه کې دوه اړخيزه تعلقاتو ته د ودې ورکولو په خبره د اتفاق سره افغانستان کې د امنيت په ځايې کېدو په مسله هم خبرې شوی دی .

بل لور ته د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د امريکې نائب صدر جوبائيډن د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان د کردار ستائينه کړې ده ، او امريکا تعلقات نور زياتول غواړي .

د سپينې ماڼۍ څخه په جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې د راحيل شريف ، جوبائيډن سره ليدنه په ۲۲م اکتوبر د نوازشريف د امريکې نائب صدر سره د ليدنې کړۍ ده ، او په دغه ليدنه کې د دواړو ملکونو ترمينځ د اړيکو نورو مظبوطولو د هڅو جاج اخيستل شوی دی .

جوبائيډن باور ورکړی چې د پاکستان سره مظبوطه شراکت داري د امريکا په ګټه کې ده ، د کوم په اساس چې دواړه ملکونه د ترهګرۍ د مخنيوي، معيشيت د بحالۍ او سيمه ييزه امنيت د ګډو مقصدونو دپاره کار دوامداره ساتلی شي .

بيان کې وئيل شوي چې د امريکې نائب صدر د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د مرستو دپاره د جنرال راحيل شريف شکريه ادا کړې ، اود سيمه ييزه امنيت دپاره يې د دوه اړخيزه مرستو ته د نورې ودې ورکولو په ضرورت زور راوړی دی .

د دواړو خواؤ نه افغانستان کې د امنيت په ځايي کولو عزم څرګند کړی شوی او وئيل شوي چې افغانستان کې د روغې جوړې په عمل کې دواړه ملکونه مهم کردار ادا کولی شي .

د ائي اېس پي ار ترمخه په دغه ليدنه کې د دوه اړخيزه ګټو ترڅنګ د سيمې د امنيت په اړه خبرې اترې شوي دي .

جنرال راحيل شريف او نائب صدر جوبائيډن د افغانستان د سولې په عمل بيا پېل کېدو او هلته د تل پاتې امن په خبره زور راوړی او زياته کړې يې ده افغانستان کې امن د سيمې دپاره ډېر مهم دی .

پوځي بيان کې وئيل شوي چې صدر جوبائيډن سيمه کې د امن په لړ کې د پاکستان د زاني او مالي قربانو اعتراف کړی دی ، او امريکې عزم څرګند کړی چې پاکستان سره به د ګډو ګټو په ټولو شعبو او نوؤ راولاړېدونکو چېلنجونو د مخنيوي په لړ کې په شريکه کار کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG