لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي کندوز د طالبانو بيرته ونيول شو


د کندوز اوسېدونکو خبريالانو ته وئيلي چې افغان ځواکونو ښار په خپل لاس کې اخيستی دی .
د کندوز اوسېدونکو خبريالانو ته وئيلي چې افغان ځواکونو ښار په خپل لاس کې اخيستی دی .

د افغان چارواکو په وينا حکومتي ځواکونو تېره شپه د ځانګړو عملياتو نه پس نن د زيارت په سهار د طالبانو نه د کندوز ښار زياتره برخې بيرته نيولي دي .

د کندوز اوسېدونکو خبريالانو ته وئيلي چې افغان ځواکونو ښار په خپل لاس کې اخيستی دی .

د افغان داخله وزير وياند صديق صديقي په ټولنيزو رسنيو ټويټر باندې ليکلي چې ښار د وسله والو نه پاک کړی شوی، کوم چې طالبانو د ګل په ورځ نيولی ؤ . نوموړي وئيلي دښمن ته غټه مرګ ژوبله اوختې ده .

ځايې ټي وي چېنلې د ملي پوځ د مرستيال مشرمرادعلي مراد له قوله وايي چې په سلګونو طالبان وژل شوي دي ، خو د وژنو کره پخلی نه دی شوی .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حکومت د کندوز بيرته نيولو ادعا رد کړې او وئيلي يي دي طالبانو د ښار نه چاپېره ټوله شپه جګړه کړې ده .

ملګرو ملتونو د شورو په ورځ وئيلي ؤ د کندوز جګړه کې د ۱۰۰ نه زيات عام ملکي کسان وژل شوي او ژوبل شوي او ۶۰۰۰ کسانو ښار پرېښودی دی .

د طالبانو لخوا په لار کې د ښخ کړی شوؤ مائنونو او لارې بندولو له کبله کندوز ته نور حکومتي ځواکونه په قلار رسېدلي وو، او ګاونډي صوبه بغلان کې هم نښتې شوې وې .

خو د حکومتي ځواکونو سره امريکايي جنګي الوتکو مرستې کړي او فضايي بمبارۍ يې کړي دي ، د شورو په سهار د کندوز ائيرپورټ سره نزدې او دوه نورې فضائي حملې يې د نهې په ورځ کړې وې .

د افغان استخباراتو ترمخه د اتحادي ځواکونو په يوه فضائي بمبارۍ کې د طالبانو د کندوز والي (ګورنر) د ۱۵ کسانو سره وژل شوی ؤ ، خو طالبانو د شورو په ورځ وئيلي ګورنر ملا عبدالسلام اخوند په فضايي بريد کې مړ نه دی .

طالبانو يوه غږيزه مرکه خپره کړې چې پکې څرګنده کړی شوې ده د طالبانو ګورنر د خپلې مړينې خبر ردوي .

د طالبانو لخوا د کندوز نيول غټ عمليات ګڼل کيږي کوم چې د کال ۲۰۰۱ نه ترسره کړی شو او يو پوره ښار يې ونيوؤ .

کندوز په داسې مهال نيول شوی چې د اشرف غني د حکومت يو کال پوره شو، افغان مشر چې د وړاندې نه په ملک کې د قانون او امنيت نه ټينګ ساتلو او په غټه کچه د کرپشن کېدو په مخنيوې کې د نيوکو سره مخ دی .

د شورو په ورځ د افغانستان د لانديني اېوان غړو غوښتنه کړې چې کندوز کې دې د حکومتي ناکامۍ پلټنې وشي ، باوجود دې چې دا معلومات موجود ؤ چې طالبان کندوز ته نزدې پراته دي .

د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر رحمت الله نبيل د کندوز په پېښه د قوم نه معافي غوښتې ده . د هغه او داخله وزير نورالحق علومي نه غوښتل شوي چې د ښار د لاس نه ورکولو په اړه دې وضاحت وړاندې کړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG