نن د زیارت په ورځ د نړۍ په زیاتره برخو کې مسلمانان د لویې اختر ورځ په ځانګړي عقیدت اؤ احترام سره نمانځي اؤ په دې موقعه د سنت ابراهیمي د یاد تازه کولو د پاره د څاروؤ قرباني ورکوي.
په پاکستان کې د نور کله پشان سږکال هم د اختر د اختلافاتو ښکار دی اؤ په قبائیلي سیمو اؤ د خیبر پښتونخوا صوبې په زیاتره برخو کې اولس د زیارت په ورځ اختر نمانځلی خو د میاشت لیدنې دحکومتي کمیټې د اعلان په اساس به دغه هیواد کې سبا د جمعې په ورځ په رسمي کچ اختر وي.
د خیبر پښتونخوا د سرښار پیښور په ګډون زیاتره سیمو کې خلکو د اختر د نمونځونو کولو څخه وروستو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې . خو لیدل کیدل چې د جوماتونو مخې ته امنیتي عسکر چمتو ودرول شوي وؤ.
په افغانستان، سعودي عرب، خلیجي اؤ یو شمیر اروپایي هیوادونو کې هم د زیارت په ورځ مسلمانانو د لویې اختر ورځ نمانځلې اؤ د سنت ابراهیمي تازه کولو دپاره یې د څاروؤ قربانۍ کړي دي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د لویې اختر په موقعه سخت امنیتي ګامونه وروستو له هغې اخستل شوي چې تیره اوونۍ د پیښور په بډه بیره سیمه کې د هوايي ځواکونو په ایئربیس د ترهګرو حمله کې ګڼ شمیر پاکستاني عسکر ووژل شول.