لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممنون حسین: د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دښمن پشا شوی دی


President Mamnoon Hussain
President Mamnoon Hussain

دپاکستان صدر ښاغلي ممنون حسین وئیلي دپاکستاني پوځ اؤ قبائیلي د نه هیریدونکو قربانو له امله د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې دښمن پشا کیږي اؤ پاکستان دغه جګړه ګټي.

هغه د زیارت په ورځ قبائیلي سیمه خیبرایجنسۍ کې د پیښور نه تر تورخم د نوي جوړ شوي سړک د پرانستې دستورې ته وینا کوله.

د پاکستان قبائیلی سیمو کې د ترهګرو په ضد دا مهال پوځ د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړي اؤ دا لمړی ځل دی چې د پاکستان صدر ممنون حسین د خپلې واکمنۍ په موده کې د کومې قبائیلي سیمې په سفر تللی دی.

هغه وویل "ددې مهم سړک جوړیدل اؤ پرانسته پخپله ددې خبرې غمازي کوي چې دښمن پشا کیږي"

صدر وویل ددغه سړک د پرانستو سره به نه یوازې قبائیلي اولس ته د صحت اؤ تعلیم په څیر مهمو جدیدو مزکزونو ته د رسیدو اساني په لاس ورشي بلکې افغانستان به یې هم د ګټو څخه برخمن شي.

د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ښاغلي ممنون حسین د پاکستاني پوځ اؤ قبائیلي اولس قربانو ته زرینې پیرزوئنې وړاندې کړې اؤ وئ وئیل ترهګرو زمونږ د خلکو نه د پرامنه اؤ هوسا ژوند حق تروړلو خو دپاکستان پوځ د قبائیلو په مرسته د هغوئ د ناپاکو ارادو مخې ته بندونه ووهل.

هغه وویل اوس د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ترهګرو د پشا کیدو څخه دا خبره په ډاګه ښکاره کیږي چې پاکستان ددغه جګړې د ګټلو په حال کې دی.

نوموړي وویل د ترهګرۍ په ضد روان پوځي عملیات به منطقي انجام ته رسولی شی اؤ هغه قبائیل به کله هم یوازې نه پریښودل کیږي چې د ترهګرو مخې ته ولاړ دي.

د پیښور نه تورخم ته غځیدلی لویې سړک یوه مهمه تجارتي لاره ده چې ددغه لارې څخه افغانستان ته روزانه په زرګونو ګاډي تیریږي اؤ په تیرو وختونو کې دغه لویه لاره د یاغي وسله والو د اثر لاندې وه.

په تیرو وختونو کې په دغه لویې سړک افغانستان کې میشته د ناټو عسکرو دپاره تیریدونکو کنټینرو باندې څو کرته تندروه وسله والو بریدونه هم کړي وؤ اؤ د هغوئ د سامانونو ډکې کنټینرې یې لوټلې وې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG