لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش راپورته کیدو صورت کې به امریکایي عسکر افغانستان نه اوځي ؟


افغانستان کې د کال ٢٠١٦م تر اخرې د٩٨٠٠ؤ پوځيانو څخه دزياترو دويستو ژمنه ددولت اسلاميه دراپورته کيدو څخه دمخه شوې وه
افغانستان کې د کال ٢٠١٦م تر اخرې د٩٨٠٠ؤ پوځيانو څخه دزياترو دويستو ژمنه ددولت اسلاميه دراپورته کيدو څخه دمخه شوې وه

امريکائي ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې افغانستان کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه دوفادارو جنگيالو راپورته کيدو سره دتيرکال تر اخره دغه هيواد څخه دپاتې امريکائي پوځيانو دويستلو په اړه دسپينې ماڼۍ پلان تالا ترغه کيدى شي.
افغان اؤ دپينټاگون ځينې چارواکي سپينې ماڼۍ څخه غوښتنه کوي چې (افغانستان څخه) دې دامريکائي پوځيانو دويستلو پريکړه واپس کړي، ځکه چې دهغوي په قول که چرې امريکا دمنصوبې سره سم خپل پوځيان(افغانستان څخه) وباسي نو ددولت اسلاميه اثرورسوخ نور هم سيوا کيدى اؤ (افغانستان کې) دامنيت صورتحال هم هاغه شان خرابيدى شي لکه څنگه چې عراق کې شوي وؤ
افغانستان کې دامريکا لوړپوړي کمانډر، جنرال جان کيمپبل داتوار په ورځ وئيلي دي چې دامريکائي صدر براک اوباما له لوري افغانستان کې د کال ٢٠١٦م تر اخرې د٩٨٠٠ؤ پوځيانو څخه دزياترو دويستو ژمنه ددولت اسلاميه دراپورته کيدو څخه دمخه شوې وه، هغه وويل سږکال افغانستان کې دامنيت په خرابيدونکې وضعه کې دولت اسلاميه هم لاس لري.
جنرال کيمبل دافغانستان په پلازمينه کابل کې دخبريالانو يوې ډلې سره خبرو کې وويل نۀ خو دولت اسلاميه اؤ نۀ هم طالب ياغيتوب راتلونکي کال کې په افغانستان دقبضې کولو لپاره گواښ دى.
خو دهغه په ټکو” که چرې مونږ رخصتيږو اؤ هيڅ پيسه نۀ راځي،اياڅو کلونه وروستو دغسې کيدى شي؟ هو، کيدى شي“
چارواکي وائي افغانستان کې چې ددولت اسلاميه دخطرې په اړه کوم مشران خبردارى ورکوي په هغوي کې پخپله دافغانستان صدر اشرف غني هم شامل دى، جنرال کيمبل اؤ اؤ دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې دمشر جنرال مارټن ډمپسي سره ليدنه کې ، چاچې دافغانستان يو ورځنى سفر کړى، افغان صدر ددولت اسلاميه څخه دڅيلمه نيغ په نيغه خطرې په اړه خبردارى ورکړو اؤ په جنوبي ايشياء کې يې ددولت اسلاميه لخوا دجرړو جوړولو دمخنيوي لپاره امريکا سره په اوږدمهاله عسکري مرستې غږ وکړو.
ښاغلي کيمبل وويل چې دولت اسلاميه افغانستان کې يو وړوکى خو مخ په زياتيدو گواښ دى، دغه ډله په پخوانو طالب جنگيالو چې پکې پاکستان څخه هم جنگيالي شامل دي مشتمله ده، دغه جنگيالي وروستو له هغې دولت اسلاميه کې شامل شول چې هغوي په شام اؤ عراق کې ددغه ډلې ظاهري برياليتوب وليدو.
هغه وويل چې دغه ډله دافغانستان په جنوب اؤ ختيز کې دريوؤ ولايتونو هلمند، فارياب اؤ ننگرهار کې فعاله ده اؤ زياته يې کړه چې ددې دپراختيا په اړه اندازه نۀ شي لگولى.
دولت اسلاميه کې شامل شوي ځينې هاغه جنگيالي هم دي چې په پاکستان کې دپوځيانو لخوا زغلول شوي يا هاغه غيرمطمئن طالب جنگيالي دي چې دخپلې ډلې لخوا کابل کې داشرف غني حکومت سره دمذاکراتو کولو په پريکړه غصه دي.
دهغه وينا وه چې په ځينو حالتونو کې طالبان اؤ ددولت اسلاميه جنگيالي يو بل سره په جگړه بوخت دي.
افغانستان کې ددولت اسلاميه موجودگۍ ته په اشارې کولو سره کيپبل داتوار په ورځ خبريالانو ته وويل چې هغوي دې ته اغاز وائي.
کيمبل وويل هغه ( افغانستان څخه) دپوځيانو دويستو درفتار په اړه سپينې ماڼۍ اؤ پينټاگون ته وړانديزونه لا مکمل کړي نۀ دي خو هغه وويل چې ددولت اسلاميه څخه څيلمه گواښ به دهغه په وړانديزونو کې يو عامل وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG