لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: په مظاهره چیانو د پوځ ډزو کې 10 کډوال مړه اؤ ژوبل شوي


سرچینې وایي ددغه احتجاج په مهال پوځیانو لمړی په مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهیونکی ګاز استعمال کړو خو چې کله هغوئ خپل احتجاج ته دوام ورکړو نو بیا پرې پوځیانو ډزې وکړې
سرچینې وایي ددغه احتجاج په مهال پوځیانو لمړی په مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهیونکی ګاز استعمال کړو خو چې کله هغوئ خپل احتجاج ته دوام ورکړو نو بیا پرې پوځیانو ډزې وکړې

راپورونه وایي د اتوار په ورځ دخیبرپښتونخوا د بنو سیمې د بکاخیلو په کمپ کې امنیتي ځواکونو په مظاهره کوونکو کډوالو ډزې کړي چې له امله یې دوه کډوال مړه شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي .
په ژوبلو کې هم د ګڼو کسانو حالت مرګونی ښودل کیږي چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندیښنه ده.
د سیمې څخه عیني شاهدانو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته وئیلي دغه پیښه د اتوار په ورځ هاغه مهال رامینځته شوې چې کله چې دبکاخیلو په کیمپ کې میشته یو کډوال د پوځیانو لخوا سخت سخت ووهل شو.
عیني شاهدان وایي دغه لانجه کمپ ته د ننوتلو اؤ بهر کیدو په مهال د پوځیانو لخوا کډوالو سره په کیدونکي ناروا چلند رامینځته شوې ځکه چې پوځیان کمپ ته دننوتونکو اؤ بهرتلونکو سره ډیر سخت وضعیت کوي.
سرچینې وایی کله چې د پوځیانو ددغه رویې په ضد د اتوارپه ورځ یو زلمي احتجاج وکړو نو هغه پوځیانو سخت سخت ووهلو اؤ ددغه تن په سر بیا کمپ کې میشته د شمالي وزیرستان نور کډوال احتجاج ته راپورته شول.
سرچینې وایي ددغه احتجاج په مهال پوځیانو لمړی په مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهیونکی ګاز استعمال کړو خو چې کله هغوئ خپل احتجاج ته دوام ورکړو نو بیا پرې پوځیانو ډزې وکړې.
د سیمې څخه ازادو سرچینو دعوه کړې ده چې په دغو ډزو کې پیځه کډوال مړه شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي دي خو د بنو ډسټرکټ هیډ کوارټر روغتون سرچینو ډیوه راډیو ته وئیلي هسپتال ته ددؤ کسانو مړي اؤ اته زخمیان راوړل شوي چې په دغو زخمیانو کې ددوؤ حالت مرګونی دی اؤ هغوئ د علاج دپاره سي ایم ایچ یا پوځي روغتون ته رسؤل شوي دي.
سرچینې زیاتوي مظاهره چیانو سره نښته کې درې پوځیان هم ژوبل شوي چې د یو حالت پکې سخت دی.
پوځي سرچینو دا تورونه رد کړي چې ګنې امنیتي ځواکونو په کډوالو ډزې د احتجاج له امله کړي دي اؤ وایي کډوالو په پوځیانو کاڼي ورؤل ځکه نو امنیتي ځواکونو دغه ډزې په خپله دفاع کې کړي دي.
په پاکستان کې میډیا ددغه پیښې په اړه هیڅ ذکر نه دی کړی خو په سوشل میډیا فیس بک اؤ ټوئیټر ددغه پیښې په موبائیل جوړه شوې ویډیو اچول شوي چې په کې هسپتال کې پراته زخمي کډوال وايي "پاکستان مرده باد"
د عوامي نیشنل پارټۍ نومیالي مشر سناتور افراسیاب خټک ددغه پیښې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ په ټوئټر یې خپل یو پیغام کې وئیلي "ددې پیښې په اړه خاموشي اختیارول د پاکستاني میډیا د بې حسۍ څرګندونه ده"
په شمالي وزیرستان کې پروسکال د ورانکارو اؤ ترهګرو په ضد د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړي چې ددغو عملیاتو له امله په لکونو پښتانه قبائیل د خپلو سیمو اؤ کورونو څخه راوتلي اؤ دا مهال د بنو په کمپونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي .
دپاکستان پوځ ددغو کډوالو د بیرته ستنولو د لړۍ پیل کولو ترڅنګ دا اعتراف هم کوي چې ددغو قبائیلو دمرستې په نتیجه کې یې د ترهګرو نیټ ورک له مینځه وړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG