لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : جنگيالو22 مسافر دتښتول کيدو وروستو وژلي


دليويز دچارواکو وينا ده چې پينځه مسافر پريښودل شوي هم دي.
دليويز دچارواکو وينا ده چې پينځه مسافر پريښودل شوي هم دي.

دپاکستان دبلوچستان صوبې په مستونگ سيمه کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره 22 مسافر وژلي دي.

شکمنو جنگيالو ماښام مهال دپشين سيمې څخه کراچۍ ته په دوؤ بسونو کې روان مسافر دبلوچستان دمستونگ ضلعې په کهډ کوچه سيمه کې يرغمال کړي وؤ، سرچينې وائي چې په دغو دواړو گاډو کې د٧٠ؤ څخه تر ٨٠ؤ پورې مسافر سوارۀ وؤ، ملزمانو گاډو کې د٢٠ؤ څخه نيولې تر ٢٥ؤ پورې کسانو شناختي گارډونه چيک کړل اؤ بيا يې هغوي کوم نامعلوم مقام ته بوتلل.

سرچينې وائي چې دپيښې داطلاع په ترلاسه کيدو سيمې ته دايف سي اؤ ليويز گڼ شمير عسکر ورسيدل چې له دې وروستو دامنيتي ځواکونو اؤ شکمنو جنگيالو ترمينځ تر ډيره وخته نښته روانه وه. جنگيالو په تښتول شوؤ کې پينځه کسان وروستو پريښودل اؤ خواؤشا ١٩ تښتول شوي مسافر يې ووژل، دډزو پيښه کې يو مسافر ژوبل شوى هم دى چې دعلاج لپاره دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوى دى.

خو وروستو دمړو شميره ٢٢ کسانو ته رسيدلې، ددغه پيښې په ضد دبلوچستان بيلا بيلو سيمو کې احتجاج شوى اؤ زياترو سيمو کې هړتال دى.

پيښه کې دوژل شوؤ کسانو مړي دمستونگ هسپتال ته رسول شوي دي.

دپوليسو ترمخه دمستونگ سره نزدې دحمله کوونکو په ډزو ژوبل شوي دې کسان کوئټې ته راوستل شوي وؤ چې دخالي په سحر يې ساه ورکړې ده.

دوژل شوؤ کسانو دکورنو غړو دپيښې په ضد احتجاج کړى اؤ دوزيراعلي هاؤس اؤ گورنر هاؤس مخې ته يې دمړو دايښودو په ترڅ کې ترڅو گينټو پرلت غزونه کړې ، خو دوزيراعلي له لوري دقاتلانو دنيولو دباور وروستو وارثانو دوژل شوؤ کسانو مړي خپلو ، خپلو سيمو ته روان کړي دي.

صوبائي داخله وزير سرفراز بگتي صحافيانو ته وئيلي دي کومه سيمه کې چې دغه پيښه رامينځته شوې امنيتي ځواکونو هلته په لويه پيمانه عمليات پيل کړي اؤ دترهه گرو تر خاتمې به دغه عمليات دوام لري.

وفاقي حکومت هم ددغو عملياتو لپاره دهررقم مرستې باور ورکړى دى.

مستونگ کې درامينځته شوې خونړۍ پيښې په ضد دخالي په ورځ سرښار کوئټه کې مکمل هړتال دى، دښار ټول دوکانونه، مارکيټونه اؤ واړۀ کاروباري مرکزونه بند دي اؤ ټريفک هم دمعمول څخه کم دى.

تردې مهاله ددغه پيښې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دمستونگ ډي سي او دعوه کړې ده چې د١٥ؤ څخه تر ٢٠ؤ پورې جنگيالو خواؤشا ٣٥ مسافر تښتولي وؤ.

دليويز دچارواکو وينا ده چې پينځه مسافر پريښودل شوي هم دي.

ټرانسپورټرانو ددغه پيښې په ضد احتجاج کړى چې له امله يې دکوئټې اؤ کراچۍ لويه لاره تر څه وخته بنده وه.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دمستونگ په پيښه دخفگان څرگندونه اؤ غم ځپلو کورنو سره دخواخوږۍ څرگندونه کړې، وزيراعظم پيښه کې دککړو کسانو دنيولو امر هم کړى دى.

دبلوچستان مستونگ ضلع دکوئټې په جنوب کې خواؤشا د٤٥ؤ کلو ميټرو په فاصله پرته ده اؤ شمير يې دبلوچستان په ناقراره برخو کې کيږي.

د کړکېچ سره مخ د پاکستان بلوچستان صوبه چې د يوې لسيزې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده ، تراوسه پورې په دغې صوبه کې په زرگونو کسان د ترهگرۍ او بدامنۍ د پېښو ښکار شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG