لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: رېنجر وايي عملياتو کې اووه ترهگر وژل شوي


د رېنجرو د افسر په وينا د وژل شوؤ ترهگرو تعلق د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دی
د رېنجرو د افسر په وينا د وژل شوؤ ترهگرو تعلق د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دی

د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د رېنجر چارواکو وئيلي ، چې د ښار په بېلابيلو علاقو کې د تېرې شپې راهسې د رېنجر ځواکونو لخوا په ترسره شوؤ عملياتو کې د دوه ځانمرگي بريد کوؤنکو په گډون اووه ترهگر وژل شوي دي .

د رېنجر ځواکونو بريگيډيئرخرم يوې خبري غونډې ته په وينا کې د رېنجرو د تېرې شپې راهسې د ترسره شوؤ عملياتو تفصيل وړاندې کړو ، او ويې وئيل چې د اورنگي ټاؤن په سيمه کې د رېنجرو په عملياتو کې ټول اووه ترهگر وژل شوي ، چې پکې دوه ترهگرو ځان په خپله الوزولی دی ، هغه ووئيل د دويې تعلق د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دی .

د رېنجرو د افسر په وينا د گل او نهې په منځنۍ شپه کې د اورنگي ټاؤن په فقيرکالونۍ سيمه کې رېنجرو په يو کور چهاپه ووهله ، او په دغه مهال کور کې دننه زوروره چاؤدنه وشوه ، او درې ترهگر پکې په خپله ووژل شو .

نوموړې ووئيل په کور کې دننه پټو ترهگرو کې يو خودکش ځان ته چاؤدنه ورکړې ده ، له دې وروستو څو ترهگرو د موقعې نه د تېښتې په مهال په رېنجرو ډزې وکړې او لاسي بمونه يې پرې هم وويشتل ، چې په نتيجه کې يې د رېنجرو يو عسکر ژوبل شوی او د تښتېدلو ترهگرو په ضد د لټون عمليات پېل کړی شوي وو .

بريگيډيئرخرم زياته کړه ، نن سحر وختي د اورنگي ټاؤن په مومن اباد او صدف کالونۍ کې د عملياتو په مهال درې نور ترهگر وژل شوي ، او يو خودکش ځان الوزولی دی .

هغه ووئيل عملياتو کې د وسله والو نه يو ماشوم هم ترلاسه کړی شوی ، څوک چې د روانې مياشتې په لمړي سر کې دويې د تاوان دپاره تښتؤلی ؤ .

د رېنجرو د افسر په مهال عملياتو کې د ترهگرو د ولقې نه په غټه کچه وسله او درې خودکش جېکټې هم ترلاسه شوي دي ، دويې په ملير کېنټ باندې د حملې منصوبه بندي کوله ، او رېنجرو په پټه اطلاع باندې دغه عمليات ترسره کړي دي .

خبري غونډه کې د وسله والو څخه ترلاسه شوې وسله ميډيا ته ښکاره کړی شوه .

او د رېنجرو افسر ووئيل په ښار کې په کاميابۍ سره د وران کارو او ترهگرو په ضد عمليات دوام لري ، نوموړي د ښارپه وگړو غږ وکړو چې رېنجرو سره همکاري وکړي او د وران کارو په اړه ورته اطلاع ورکوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG