لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام په تاريخي پالميرا ښار دداعش قبضه


برطانيه کې دقائمې بشري حقونو دڅارونکې شاملي ډلې وينا ده چې دسختې جگړې څخه وروستو جنگيالي دښار په دريوؤ کې په يوه برخه قابض شوي دي.
برطانيه کې دقائمې بشري حقونو دڅارونکې شاملي ډلې وينا ده چې دسختې جگړې څخه وروستو جنگيالي دښار په دريوؤ کې په يوه برخه قابض شوي دي.

دتندروه ډلې داعش وسله والو جنگيالو دشام د پخواني ښار پالميرا په ځينو برخو قبضه کړې ده، چې له دې وروستو ددغه ډله لوري ښار کې د موجودو ناوياته تاريخي يادگارونو دړنگولو انديښنه پيدا شوې ده.

برطانيه کې دقائمې بشري حقونو دڅارونکې شامي ډلې وينا ده چې دسختې جگړې څخه وروستو جنگيالي دښار په دريوؤ کې په يوه برخه قابض شوي دي.

پالميرا ٢٠٠٠ کاله زو تاريخي ښار کوم چې دملگرو ملتونو دادارې يونسيکو دنړيوالو نوادراتو په فهرست کې هم شامل دى، دنوادراتو شامي ډائريکټر مامون عبدالکريم وائي چې ښار څخه په وخت په سلگونو بُتان لرې کړى شوي دي اؤ اوس په محفوظو ځائيونو کې دي، خو دميوزيم اؤ لويو غرونو په اړه ويره اوس هم موجوده ځکه چې دسيمې څخه دا لرې کيدى نۀ شي.

دامريکا صدر براکاوباما عراقي وزيراعظم ته يوځل بيا دخپل ملاتړ باور ورکړى اؤ وئيلي يې دي چې دښار په کنټرول بحالولو کې به دهغه حکومت دعراقي پوځ ملگرتيا کوي، عراقي پوځونه اؤ شيعه مليشا په ښار دقبضې ختمولو لپاره گيرچاپيره راټوليږي.

دغو پوځونو دياغيانو څخه دتکريت قبضه هم ختمه کړې وه، خو دپينټاگون ترجمان کرنل اسټيو وارن دنهې په ورځ وئيلي چې درمادي بيرته اخستل به ډير گران وي، ځکه چې په گڼ شمير کې عراقي پوځونه دسيمې څخه تښتيدلي اؤ امريکائي وسله يې ياغيانو ته پريښې ده.

دخارجه محکمې سينئر چارواکو هم دشورو په ورځ ددغه سوچ عکاسي کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG