لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشريف دکابل سفر اؤ دطالبانو لخوا حملو کې اضافه


 دکابل ددغه سفر په مهال به وزيراعظم نواز شريف دافغانستان دصدر اشرف غني سره صدارتي محل کې ليدنه کوي
دکابل ددغه سفر په مهال به وزيراعظم نواز شريف دافغانستان دصدر اشرف غني سره صدارتي محل کې ليدنه کوي

دافغانستان دصدر اشرف غني په بلنه دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دفوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دلوړې کچې ديو هيئت سره دنهې په ورځ دافغانستان په يوه ورځنۍ دوره کابل ته روان شوي دي

وزيراعظم نواز شريف اؤ جنرل راحيل شريف دکابل دغه سفر په داسې حال کې کوي چې دطالبانو له لوري دسپرلي دجگړې داعلان څخه راپديخوا افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند خليل الله قاضي وئيلي دي چې پاکستان افغانستان سره ډيرې نزدې، دوستانه اؤ د ورورولۍ اړيکې لري.

هغه وئيلي دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دلوړې کچې تبادلې اکثره کيږي اؤ ددغو سفرونو مقصد ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو ،هم اهنگۍ اؤ مرستې ته وده ورکول دي.

په داسې حال کې چې يو لوري ته په تيرو ورځو کې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ قطر کې ابتدائي خبرې اترې وشوې اؤ بلخوا طالبانو افغانستان کې دافغان پوليسو په ضد حملو کې چټکتيا راوستې کابل کې په پاکستان نيوکې کيږي چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي لپاره هاغه رقم گامونه نۀ اخلي لکه څنگه چې ترې توقعو کيږي.

خو دپاکستان دخارجه وزارت ترجمان خليل الله قاضي بيا دا نيوکې ردوي چې گنې پاکستان افغان امن عمل کې دمرستې لپاره کافي گامونه نۀ اخلي.

قاضي وائي چې پاکستان افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي دعمل لپاره هر هاغه څه کوي چې په وس کې دي اؤ زياتوي چې دغه تگلاره به دوامداره ساتي.

افغان چارواکي انديښنه څرگندوي چې که چرې دسپرلي په دې موسم کې افغانستان کې دتشدد کچه ډيره زياته شوه نو دا داشرف غني لخوا پاکستان سره داړيکو ښه کولو هڅو ته زيان رسولى شي، ناقدين دا هم وائي چې دې سره به دڅو مياشتو راهسې ددواړو خواؤ ترمينځ برقراره خپل مينځي باور ته هم زيان رسيدى شي.

داتوار په ورځ په کابل کې اشرف غني وړانديز کړى چې هغه دپاکستان څخه نورې مرستې ته اړتيا لري که هر څو هغه په دې خبره هم ټينگار کړى چې طالبانو سره به دامن خبرو اترو دامکاناتو دودې په اړه زغم ته اړتيا وي.

اشرف غني وئيلي مونږ دپردې ترشا جنگونو لپاره دجگړې ميدان نۀ يو، مونږ به چاته دا اجازه ورنۀ کړو چې زمونږ دکوم گاونډي يا دکوم شراکت يا په نړۍ کې دکومو خلکو دبې ثباته کولو لپاره زمونږ خاوره استعمال کړي اؤ ددې په بدله کې مونږ هم ددغسې(عمل) توقعو لرو

دپاکستان عسکري اؤ سياسي مشران په دې خبره ټينگار کوي چې هغوي خپل جگړه ځپلي هيواد کې دامنيت دټينگښت دهڅو لپاره هغوي افغانستان دصدر اشرف غني دټولو هڅو بشپړ ملاتړ کوي، چارواکي وائي چې امنيتي ځواکونو دپاکستان لوري ته په پوله دتندلارو خوندي ځالې له مينځه وړي.

اؤ تيره مياشت ، په لمړي ځل پاکستان افغانستان کې دطالبانو دسپرلي دعملياتو غندنه کړې وه اؤ په طالبانو يې غږ کړى ؤ چې دښمنۍ دې پريږدي اؤ دافغان حکومت سره دې امن خبرو اترو ته کښيني.

پاکستان کې سياسي مبصرين اؤ حکومتي چارواکي بيا خبردارى ورکوي که هر څو اسلام اباد په طالبانو تر يو حده اثرورسوخ لري خو په دغه ډله کنټرول نۀ لري، هغوي دافغانستان دا توقعات غيرحقيقت پسندانه گڼي چې گنې پاکستان افغانستان کې دتشدد ختمولو کيلي لري.

وزيراعظم نواز شريف سره دکابل ددغه سفر په مهال دپوځ دسرلښکر ترڅنگ دوزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، ځانگړى مرستيال طارق فاطمي، خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم ملگري وي.

داقتدار سمبالولو څخه راپديخوا افغانستان ته دا دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دوهمه دوره ده اؤ کابل کې دملي يو والي دحکومت دجوړيدو څخه راپديخوا به دا دهغه لمړى سفر وي، له دې وړاندې نواز شريف په ٣٠م دمبر، کال ٢٠١٣م کې دافغانستان دوره کړې وه.

دکابل ددغه سفر په مهال به وزيراعظم نواز شريف دافغانستان دصدر اشرف غني سره صدارتي محل کې ليدنه کوي، افغان صدر به دپاکستاني وزيراعظم اؤ دهغه دهيئت لپاره دغرمې ميلمستيا هم کوي.

هيله ده چې داوسني سفر به مهال پاکستاني اؤ افغان چارواکي دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ په مذاکراتو، دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ نورو ترهه گرو اؤ افغانستان کې په شکمنه توگه دهندي خفيه ادارېرا په موجودگۍ اؤ پاکستان کې ددغه ډلې دشکمنو هلو ځلو په اړه خبرې اترې وکړي.

افغانستان کې دنوي حکومت دجوړيدو څخه راپديخوا دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې دتيرپه پرتله دښه والي په لوري روانې دي اؤ ددواړو خواؤ عسکري اؤ سياسي چارواکو پخپل مينځ کې رابطې سيوا کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG