د پاکستان بلوچستان صوبې په سبي ضلعې کې نن د اتوار په ورځ يوه بمي چاؤدنه شوې چې له امله يې څلورکسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي .
راپورونه د سبي ضلعې د پوليس مشر انور کهتران د خلې وايي ، چې د سبي په چاکرخان روډ باندې نامعلومو کسانو يو موټر سائيکل کې بم اېښودی او زوروره چاؤدنه يې کړې ده .
نوموړي وئيلي چاؤدنې نزدې ودانو ته زيات اړولی دی ، او دا نه ده معلومه چې د بم هدف څه ؤ .
امنيتي سرتيرې د پېښې موقعې ته رسېدلي ، علاقه يې په گېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .
امدادي ټيمونو ژوبل کسان د سبي سول روغتون ته رسولي ، او په روغتون کې بيړني حالت په ځايې کړی شوي دي . راپورونه وايي په ژوبلو کې د درېو کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .
د چاؤدنې وروستو په سيمه کې بازارونه بند کړی شوي او ويره خوره ده .
د پېښې زمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې ده .