لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصوفي محمد خلاف مقدمې عام عدالت ته منتقل


 دخالي په ورځ دپيښور سنټرل جيل کې قائم دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړي عدالت جج عبدالروف خان دملزم له لوري په جمع کړل شوي خواست فيصله اورولې
دخالي په ورځ دپيښور سنټرل جيل کې قائم دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړي عدالت جج عبدالروف خان دملزم له لوري په جمع کړل شوي خواست فيصله اورولې

دپاکستان کې به ديوې کالعدم مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر اؤ پاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله دسخر صوفي محمد خلاف دبغاوت دوه مقدمې دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړي عدالت پځايې عام عدالت کې چلولى شي.

دخالي په ورځ دپيښور سنټرل جيل کې قائم دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړي عدالت جج عبدالروف خان دملزم له لوري په جمع کړل شوي خواست فيصله اورولې اؤ مقامي عدالت ته يې ددغو مقدمو دسپارلو وينا کړې ده.

عدالت حکم کړى چې دغو مقدمو څخه دې دترهه گرۍ دايکټ دفعې ختمې اؤ دسوات سيشن جج عدالت ته دې وليږل شي.

دسږکال په پيل کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت په مولانا صوفي محمد دبغاوت مقدمه کې فردجرم لگولى ؤ.

٢٠٠٩م کې ددير په تيمرگره سيمه کې يوې اجتماع ته دوينا په مهال هيواد کې پځايې جمهوريت اؤ جمهوري حکومت ته په غيراسلامي وئيلو دهغه په ضد دبغاوت مقدمه درج کړل شوې وه.

صوفي محمد په تيره لسيزه کې زياتره په بند کې پاتې شوى اؤ دپاکستان بيلا بيلو حکومتونو دهغه په ضد مقدمې نۀ وې چلولې.

په کال ٢٠٠١کې دامريکا لخوا په افغانستان دبريد کولو وروستو مولانا صوفي محمد خواوشا لس زره جنگيالي افغانستان ته دامريکا يي اؤ افغاني ځواکونو په ضد جنگيدو دپاره افغانستان ته بوتللي وؤ چې پکې گڼ شمير هلته په جنگونو کې مړۀ شوي اؤ يا هم نيول شوي وؤ خو مولانا صوفي محمد پخپله دافغانستان څخه په راوتلو کې بريالى شوى ؤ.

په هغه مهال پاکستان ته د راستنيدو څخه وروستو مولانا صوفي محمد لمړى ځل افغانستان ته دسلگونو جنگيالو دليږلو په جرم کې دپاکستان دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ څخه نيول شوى ؤ.

هغه وخت په هغه دپي پي سي دگڼو سيکشنو اؤ فرنټئير کرائمز ريگوليشن لاندې مقدمه چلول شوې اؤ پوليټيکل ايجنټ ورته د بند سزدا اورولې وه.

خيبرپښتونخوا صوبه کې چې کله دپښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټۍ حکومت جوړ شو، نو صوفي محمد په ٢١ اپريل،٢٠٠٨م کې ديو تړون لاندې خوشې کړل شوى ؤ چې ترمخه يې هغه تشدد پريښودى ؤ اؤ دحکومت سره يې اتفاق کړى ؤ چې په سيمه کې به دامن راوستو لپاره خپل اثرورسوخ استعمالوي.

صوفي محمد وروستو حکومت سره مذاکراتو کې گډون وکړو چې په نتيجه کې يې په ١٦مه فرورۍ کال ٢٠٠٩م کې د وسله والو جنگيالو اؤ امنيتي عسکرو ترمينځ عارضي اوربند پځايې شو، دپاکستان حکومت په دغه موقع ژمنه وکړه چې سيمه کې دتشدد دختميدو سره سم به دشريعت دنفاذ اجازت ورکړي.

صوفي محمد دخپل زوم فضل الله اؤ دهغه دپلويانو سره خبرو اترو لپاره سوات ته په سفر کولو اتفاق وښودو اؤ وې وئيل طالبانو ته به دوسلې دغورځولو وينا کوي.

خو اپريل ٢٠٠٩م کې صوفي محمد امن مذاکراتو کې دمرستې کولو څخه ځان په دې وئيلو سره يو طرفته کړو چې حکومت په سوات کې دشريعي عدالتونو په نفاذ کې دلم ليټ څخه کار اخلي.

وروستو دپاکستان امنيتي ځواکونو په ٢٦مه جولا ئي کال ٢٠٠٩م کې صوفي محمد دخپلو دريوؤ ځامنو سره دپيښور دسټي ټاؤن څخه نيولى ؤ.

صوفي محمد دمولانا فضل الله سخر هم دى ، څوک چې دسوات دطالبانو مشر گڼل کيږي اؤ دصوفي محمد دبند په مهال ملا فضل الله دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشري په غاړه لرله.

صوفي محمد دخيبرپښتونخوا ددير په ميدان سيمه کې زيږيدلى اؤ وروستو يې دصوابۍ دپنج پير سيمې څخه مذهبي تعليم ترلاسه کړى ؤ.

په کال ١٩٨٠ء کې صوفي محمد دپاکستان په يو مذهبي گوند جماعت اسلامي کې فعاله برخه لرله، خو وروستو ١٩٩٢ء کې هغه ددغه گوند څخه لارې بيلې کړې اؤ دتحريک نفاذ شريعت محمدي بنياد يې کيښودو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG