لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې فضائي حملې دوام لري


دسعودي عرب په مشرۍ سُني ائتلاف دپلازمينې صنعا ، دهيواد دوهم لويې ښار تعز اؤ عدن په شمول مختلفو ښارونو کې بمباري کړې ده.
دسعودي عرب په مشرۍ سُني ائتلاف دپلازمينې صنعا ، دهيواد دوهم لويې ښار تعز اؤ عدن په شمول مختلفو ښارونو کې بمباري کړې ده.

دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد يمن کې درنې فضائي حملې شوي دي.

دسعودي عرب په مشرۍ سُني ائتلاف دپلازمينې صنعا ، دهيواد دوهم لويې ښار تعز اؤ عدن په شمول مختلفو ښارونو کې بمباري کړې ده.

دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونه يمن کې شيعه حوثي ياغيان په نخښه کوي چې باور کيږي دغو ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى.

دخالي په ورځ دايران دملي عسکري ورځې په موقع دايران صدر حسن روحاني يمن کې دسعودي عرب دفضائي حملو دکيمپئن په کلکه غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې تاسو(سعودي عرب) سيمه کې دخلکو په زړونو کې دنفرت تخمونه کرلي دي اؤ زياته يې کړه چې تاسو به زر يا وخت پسر ځواب ووينئ

دايران دبهرنو چارو وزير محمد جاويد ظريف دجمعې په ورځ يمن کې دامن په حواله يو پلان ملگرو ملتونو ته وړاندې کړى چې پکې دټولو بهرنو حملو داودرولو ، ديمن په مشرۍ دخبرو اترو دشروع کيدو اؤ دملي يو والي دحکمت دجوړيدو غږ شوى دى.

بل لوري ته القاعده هم د يمن ختيز لوري خپلې پښې مضبوطوي ، دجمعې په ورځ دالقاعده جنگيالو دحضرموت صوبې په پلازمينه مکلا کې په يو پوځي کيمپ قبضه کړ، چارواکي وائي چې دغه ډلې ټينکونه، راکټ لانچرې اؤ وړه وسله په لاس کې اخستې ده.

دجمعې په ورځ دامريکې صدر براک اوباما دسعودي عرب باچا سلمان سره په ټيليفون خبرې اترې هم کړي دي، سپينه ماڼۍ وائي چې دواړو مشرانو دملگرو ملتونو په اسانتيا سره ديمن دشخړې دسياسي هواري په ضرورت زور راوړى دى.

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون هم دزيارت په ورځ يمن کې دسمدستي اوربند لپاره غږ کړى ؤ، واشنگټن کې ديوې وينا په مهال بانکي مون خبردارى ورکړى ؤ چې يمن په لمبو کې دى.

يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد درې اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ دائتلافي هيوادونو په فضائي کارروائيو کې تر دې مهاله لږ ترلږه ٧٠٠ کسان وژل شوي دي.

تيره اوونۍ دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل يمن کې فعاله حوثي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه بنديز لگولى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG