لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل سره دافغان پوځ دمشر ليدنه


 جي ايچ کيو ته په رسيدو دافغان پوځ مشر ته سلامي ورکړل شوه.
جي ايچ کيو ته په رسيدو دافغان پوځ مشر ته سلامي ورکړل شوه.

دافغانستان دپوځ مشر جنرل شيرمحمد کريمي دپاکستان په دوه ورځنۍ دوره دجمعې په ورځ اسلام اباد ته رسيدلى دى.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دافغان پوځ مشر دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دجنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو)دوره کړې اؤ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره يې خبرې اترې کړي دي.

ددواړو پوځي مشرانو ترمينځ ددغه ليدنې په مهال افغانستان اؤ سيمه کې دامن اؤ ثبات په معاملو، دپاک افغان پولې په صورتحال اؤ ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ ددفاعي اؤ تربيتي مرستې دسيوا کولو په چارو خبرې اترې شوي دي.

جي ايچ کيو ته په رسيدو دافغان پوځ مشر ته سلامي ورکړل شوه.

دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگه وائي چې دافغان پوځ مشر به پاکستان ملټري اکيډيمۍ کاکول کې دپاسنگ اؤټ مشر ميلمه وي اؤ دخالي په ورځ پيريډ ته وينا کوي.

کابل کې دنوې انتظاميې درامينځته کيدو څخه وروستو دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ اړيکې يو څه ښې شوي اؤ دتيرو څو مياشتو راهسې ددواړو هيوادونو دعسکري اؤ سياسي چارواکو ترمينځ تماسونو کې زياتوالى راغلى دى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک هم تيره ورځ دافغانستان په دوه ورځنۍ دوره کابل ته رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې دافغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په گډون گڼو مهمو افغان چارواکو سره ليدلي وؤ.

دميډيا راپورونه وائي چې وزيراعلي پرويز خټک افغان مشرانو سره دافغان امن عمل، خپل مينځي تجارت اؤ کډوالو دستونزو په گډون په بيلا بيلو مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا له لوري د١٣کلنې جگړې پاې ته درسيدو څخه وروستو دصدر اشرف غني حکومت طالبانو سره دامن مذاکراتو پيل کولو هڅې کوي.

افغان حکومت اؤ ليويديز چارواکي مني چې پاکستان د١٩٩٠ء په لسيزه کې دطالبانو حکومت سره دښو اړيکو لرلو له امله اوس هم دخپل اثرورسوخ په استعمالولو سره هغوي دمذاکراتو ميز ته راوستلو کې کردار ادا کولى شي.

پاکستان وائي دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دامن خبرو اترو دپيل کيدو په اړه اسانتيا ورکولو ته چمتو دى دامن عمل کې به بنيادي کردار افغان حکومت اؤ افغان طالبانو ته پخپله ادا کول وي.

کابل ته دخپلې تيرې دورې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف افغان صدر اشرف غني ته باور ورکړى ؤ چې افغان طالبان افغان حکومت سره خبرو اترو ته اماده دي خو طالبان افغان حکومت سره دڅه رقم خبرو پيل کولو څخه انکاري دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG