لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته دچين دصدر ددورې اعلان


 اسلام اباد کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل هغه ددې خبرې پخلى کوي چې دچين صدر به د٢٠م څخه ٢١م اپريل پورې دپاکستان دوره کوي.
اسلام اباد کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل هغه ددې خبرې پخلى کوي چې دچين صدر به د٢٠م څخه ٢١م اپريل پورې دپاکستان دوره کوي.

دپاکستان خارجه دفتر دزيارت په ورځ اعلان کړى چې دچين صدر شي جنگ پنگ به د٢٠م څخه تر ٢١م اپريل پورې دپاکستان سرکاري دوره کوي.

اسلام اباد کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل هغه ددې خبرې پخلى کوي چې دچين صدر به د٢٠م څخه ٢١م اپريل پورې دپاکستان دوره کوي.

هغې وويل چې پاکستان ته دچيني صدر ددغه دورې په مهال به په گڼو ياداښتونو اؤ تړونونو لاسليکونه کولى شي.

دخارجه دفتر وياندې وويل دچين صدر به دپارلمان گډه غونډه کې برخه اخلي اؤ په بيلا بيلو څانگو کې به په تړونونو لاسليکونه کولى شي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ کې دپاکستان ددورې په مهال به دچين صدر شي جنگپنگ دانرژۍ اؤ انفراسټرکچر د٤٦ؤ بلينو ډالرو دمصرف دمنصوبو پرانسته کوي.

ټاکل شوې وه تيرکال داکتوبر په مياشت کې به دچين صدر دپاکستان دوره کوي خو دپاکستان دکړکيچن سياسي صورتحال له امله هغه خپله دغه دوره ځنډولې وه اؤ هغه دپاکستان پځايې دهند يوه اوږده دوره کړې وه.

تيرو نهو کلونو کې به دکوم چيني صدر دپاکستان دغه لمړۍ دوره وي،سږکال دفرورۍ په مياشت کې دچين دبهرنو چارو وزير دپاکستان دوره کړې وه.

دپاکستان حکومت دچين دصدر ددورې دځنډيدلو ذمه وار حکومت مخالفه گوند تحريک انصاف گرځولى ؤ ،دغه گوند دموجوده وزيراعظم نواز شريف په ضد تر څلورو مياشتو پورې اسلام اباد کې احتجاج کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG