لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په اړه دپاکستان پريکړه متضاده اؤ غيرمتوقع ده،يو اى اي


” دپاکستان اؤ ترکي شکمن اؤ متضاد دريځ يو باوري ثبوت دى چې دليبيا نه يمن پورې دعرب سلامتۍ ذمه وار دعرب هيوادونو پرته بل څوک نۀ دي“
” دپاکستان اؤ ترکي شکمن اؤ متضاد دريځ يو باوري ثبوت دى چې دليبيا نه يمن پورې دعرب سلامتۍ ذمه وار دعرب هيوادونو پرته بل څوک نۀ دي“

متحده عرب اماراتو (يو اى اي) وئيلي دي چې يمن کې دحوثي ياغيانو دپه نخښه کولو لپاره دسعودي په مشرۍ ائتلاف کې دنۀ شامليدو په اړه دپاکستان پريکړه متضاده اؤ غيرمتوقعې ده اؤ زياته کړې يې ده چې دغه هيواد تهران ته په خليجي هيوادونو اوليت ورکوي.

يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو دپاکستاني پارلمان راغوښتل شوې گډه غونډه کې په متفقه توگه منظور کړل شوي قرارداد کې وئيل شوي دي چې پاکستان ته ديمن شخړه کې بې پلوه اوسيدل پکار دي اؤ ددغه بحران دخاتمې لپاره دې فعاله سفارتي کردار ادا کړي.

قرارداد کې وئيل شوي دي چې دپاکستان حکومت دې ديمن په معامله بې پلوه اووسيږي اؤ يمن کې دې دسمدستي اوربند لپاره دې د ملگرو ملتونو امنيتي شورا اؤ او ائي سي کردار ادا کړي خو پارلمان دا هم وئيلي دي چې دسعودي عرب سيمه ييز سالميت يا حرمينو شريفينو ته دڅه رقم خطرې پيښيدو صورت کې به پاکستان دسعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ وي اؤ پاکستان به دمقدسو ځائيونو حفاظت کوي

دمتحده عرب اماراتو دبهرنو چارو رياستي وزير ډاکټر انور محمودگرگاش وئيلي دي دپاکستان اؤ ترکي شکمن اؤ متضاد دريځ يو باوري ثبوت دى چې دليبيا نه يمن پورې دعرب سلامتۍ ذمه وار دعرب هيوادونو پرته بل څوک نۀ دي

ديو اى اي وتلې ورځپاڼې خليج ټائمز سره خبرو کې ډاکټر انور محمود گرگاش پاکستان ته خبردارى ورکړى چې دخپل شکمن دريځ به ورته دروند قيمت ادا کول وي اؤ زياته يې کړه چې پاکسان ته دخليج دشپږو قامونو عرب کونسل سره دخپلو ستراتيژيکي اړيکو په حق کې واضحه دريځ خپلول پکار دي.

په ټوئټر يو پيغام کې انورگرگاش وئيلي دي چې دپاکستاني پارلمان هاغه قرارداد چې ديمن په شخړه دبې پلوۍ خبره کوي اؤ دسعودي عرب لپاره پکې دملاتړ غږ پورته کړى متضاد، خطرناک اؤ داسلام له لوري غيرمتوقعې دى

ډاکټر انور محمودگرگاش پاکستاني پارلمان کې منظور شوى هاغه قرارداد( چې پکې پاکستاني حکومت ته ديمن جگړه کې دبې پلوه اوسيدو اؤ جوړجاړي دکردار دادا کولو وينا شوې وه) دخليج پځايې دايران دملگرتيا نخښه گرځولې ده اؤ زياته يې ده داسې ښکاري اسلام اباد اؤ انقرې لپاره تهران دخليجي هيوادونو څخه زيات مهم دى

يمن کې خواؤشا دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړي اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG