لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : اسرائيل سره به د اړيکو بيا د سرنه جائزه اخيستل وي


دغه پېغام نوموړي د زيارت په ورځ نېتن ياهو ته په انتخاباتو کې په کاميابۍ د مبارکۍ دپاره په ټيليفوني خبرو کې ورکړی دی .
دغه پېغام نوموړي د زيارت په ورځ نېتن ياهو ته په انتخاباتو کې په کاميابۍ د مبارکۍ دپاره په ټيليفوني خبرو کې ورکړی دی .

صدرباراک اوباما د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو ته وئيلي ، چې هغه د نېتن ياهو د دوه رياستونو د حل مسترد کوؤنکي بيان وروستو د امريکا او اسرائيل د اړيکو "بيا د سرنه جائزه " اخلي .

دغه پېغام نوموړي د زيارت په ورځ نېتن ياهو ته په انتخاباتو کې په کاميابۍ د مبارکۍ دپاره په ټيليفوني خبرو کې ورکړی دی .

د سپينې ماڼۍ يو چارواکي د نوم نه څرگندولو په سر وئيلي ، چې "صدر _ نېتن ياهو ته ووئيل چې مونږ ته د هغه د (اسرائيل او فلسطين) د دوه رياستونو د حل په اړه نوي دريز ته په کتو خپلو اړيکو ته بيا د سر نه د جائزې اخيستو ضرورت دی".

د تېرې نهې په ورځ ترسره شوؤ انتخابونو نه وړاندې وزيراعظم نېتن ياهو اسرائيلي رسنيو سره خبرو کې وئيلي ؤ چې هغه به د ځانله فلسطيني رياست کله هم ملاتړ ونه کړي .

د اسرائيل او فلسطين د اوږدې لانجې د هواري دپاره د دوه بيلو رياستونو په جوړولو د يوې مودې نه بحث کيږي .

د زيارت په ورځ نېتن هغه وخت د خپل تازه موقف نه په شا کېدو وليدل شو ، چې کله هغه امريکايي مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، چې هغه د فلسطيني رياست وسلې نه په پاکولو اعتراض نه کوي او د هغه د وينا دا مقصد سمدستي نه شي ترلاسه کېدی .

"زه يو رياستي حل نه غواړم ، زه پائيدار امن او پُرامنه دوه رياستي حل غواړمه ، او د هغې دپاره د حالاتو بدلون ضروري دی".

اسرائيلي مشر امريکايي نيوز اسټېشن "اېم اېس اېن بي سي" ته ووئيل ، " که چرته تاسو امن غواړئ نو فلسطيني مشرتابه ته به وئيل وي چې هغه د حماس سره خپله لوظنامه ختمه کړي او اسرائيل سره په سنجيده مذاکراتو کې شريک شي ".

سپينې ماڼۍ په يو بيان کې وئيلي دي ، چې صدر اوباما نېتن ياهو سره ټيليفوني خبرو کې "د امريکې اسرائيل سره نزدې پوځي ، استخباراتي او امنيتي مرستو"په اهميت زور راوړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG