لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي عدالتونه: سترې محکمې وفاق اؤ صوبو ته نوټسونه جاري کړي


 دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دلاهورهائيکورټ بار ايسوسي ايشن له لوري د٢١م ائيني بدلون لاندې هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړيدو دچيلنج کولو په اړه ديو خواست اوريدنه وکړه.
دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دلاهورهائيکورټ بار ايسوسي ايشن له لوري د٢١م ائيني بدلون لاندې هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړيدو دچيلنج کولو په اړه ديو خواست اوريدنه وکړه.

دپاکستان سترې محکمې د21م ائيني بدلون په ضد په جمع کړل شوي خواست وفاق اؤ څلورو واړو صوبو ته نوټسونه جاري کړى اؤ ځواب يې ترې غوښتى.

دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دلاهورهائيکورټ بار ايسوسي ايشن له لوري د٢١م ائيني بدلون لاندې هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړيدو دچيلنج کولو په اړه ديو خواست اوريدنه وکړه.

دغه خواست دلاهور هائيکورټ بار ايسوسي ايشن صدر ايډوکيټ شفقت چوهان دايډوکيټ حامد خان ترڅنگ جمع کړى ؤ.

خواست کې وئيل شوي چې دپوځي عدالتونو جوړيدل دائين په ارټيکل ٨م کې ديادو شوؤ بشري حقونو سرغړونه کوي اؤ ځکه غيرائيني دي.

ددليلونو اوريدو څخه وروستو عدالت اټارني جنرل اؤ دڅلورو واړو صوبو ايډوکيټس جنرل ته نوټسونه جاري کړل اؤ په خواست يې اوريدنه ١٢مې فرورۍ پورې وځنډوله.

لاهورهائيکورټ بار ايسوسي ايشن په دې نظر دى چې ٢١م ائيني بدلون دائيني دبنيادي سخت اؤ خصوصياتو په ضد دى اؤ دغه بدلون دپاکستان دخلکو دهاغو بنيادي حقونو خلاف ورزي کوي چې ائين کې يې ضمانت ورکړل شوى دى.

خواست کې وئيل شوي چې دپوځي عدالتونه جوړيدل حيرانونکي، غيرمعقول ،دعدليې دکار په دائره کې مداخلت دى.

پاکستاني پارليماني تيره مياشت پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو دحملې څخه وروستو د٢١م ائيني بدلون منظوري ورکړې چې ترمخه به يې دترهه گرۍ په اړه مقدمې دپوځي افسرانو په مشرۍ پوځي عدالتونو کې اوريدل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG