لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسي ائي اى له لوري دپلټنو په مهال تشدد افسوسناک دى، پاکستان


” مونږ په بيلا بيلو ځائيونو کې په نيول شوؤ کسانو دسي ائي اى له لوري دتشدد افسوس کوؤ، دامريکائي سينيټ دانټلس جنس کميټۍ راپور زمونږ ددې دريځ پخلى کوي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دبين المللي بشري حقونو احترام کيدل پکار دي“
” مونږ په بيلا بيلو ځائيونو کې په نيول شوؤ کسانو دسي ائي اى له لوري دتشدد افسوس کوؤ، دامريکائي سينيټ دانټلس جنس کميټۍ راپور زمونږ ددې دريځ پخلى کوي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دبين المللي بشري حقونو احترام کيدل پکار دي“

پاکستان دامريکا دخفيه ادارې سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائى اى) له لوري دشکمنو ترهه گرو سره د تشدد نه په ډک سلوک خپلولو افسوس څرگند کړى دى.

امريکائي سينيټ روانه اوونۍ کې يو راپور کې وئيلي وؤ چې دسي ائي اى له لوري دترهه گرۍ په تور د نيول شوؤ کسانو په ضد دپلټنو په مهال سختې حربې استعماليږي کوم چې دامريکائي اقدارو په ضد دي.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ددغه راپور اقتباسات دهغوي دنظر څخه تير شوي اؤ په دې دشوي ردعمل هم نه هم خبر دي.

مونږ په بيلا بيلو ځائيونو کې په نيول شوؤ کسانو دسي ائي اى له لوري دتشدد افسوس کوؤ، دامريکائي سينيټ دانټلس جنس کميټۍ راپور زمونږ ددې دريځ پخلى کوي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دبين المللي بشري حقونو احترام کيدل پکار دي

وياندې وويل پاکستان دې لړ کې په شفافيت زور ورکوي اؤ دهغې په قول پخپله دامريکائي انتظاميې له لوري ددې رويې دنۀ تکرارولو باور ورکړل شوى دى.

دامريکائي سينيټ دراپور مخې ته دراتللو نه پس گڼو ملکونو اؤ دبشري حقونو تنظيمونى په سي ائي اى نيوکې کړي اؤ په تشدد کې په ککړو اهلکارو دمقدمو چلولو غوښتنې هم مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې وئيل شوي چې دالقاعده په شکمنو غړو دپلټنو په مهال دتشدد کولو باوجود دترهه گرۍ دکومې منصوبې ناکامولو کې مرسته نۀ ده شوې اؤ خفيه ايجنسۍ د٢٠٠١ء نه ٢٠٠٧م پورې دپلټنو دچليدونکي دغه پروگرام په اړه امريکائي قانون سازان اؤ اولس بې لارې کړى.

دملگرو ملتونو دبشري حقونو په حواله ددفتر ترڅنگ دافغانستان دصدر اشرف غني له لوري هم دا بيان راغلى چې سي ائى اى دټولو بشري حقونو اقدار پامال کړي.

صدر براک اوباما راپور کې مخې ته راغلي مندرجات سخته تيروتنه گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې دا تکرارول پکار نۀ دي، اوباما وئيلي کله چې يو هيواد تيروتنه وکړي نو ضروري ده چې ومنل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG