لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټيسټ ميچ : نيوزي لينډ ته ماتې، دمصباح نوى ريکارډ


دپاکستان د٤٨٠ؤ رنزو په تعاقب کې دزيارت په ورځ نيوزي لينډ ٢٣١ رنز جوړ کړل شول.
دپاکستان د٤٨٠ؤ رنزو په تعاقب کې دزيارت په ورځ نيوزي لينډ ٢٣١ رنز جوړ کړل شول.

پاکستان نيوزي لينډ ته ددريوؤ ميچونو دکرټ سيريز په لمړي ټيسټ ميچ کې په ٢٤٨ رنز ماتې ورکړې اؤ سيريز کې يې په يو ،صفر سره برتري ترلاسه کړې، ددغه گټې سره مصباح الحق دپاکستان دکرکټ په تاريخ کې ترټولو زيات ميچونه گټونکى کپتان جوړ شوى دى.

دپاکستان د٤٨٠ؤ رنزو په تعاقب کې دزيارت په ورځ نيوزي لينډ ٢٣١ رنز جوړ کړل شول.

دزيارت په ورځ ابوظهبۍ کې دروان ميچ په اخري ورځ پاکستان ته دگټې لپاره دوه وکټې پکار وې اؤ نيوزي لينډ ته دگټې لاپره د٣٠٦ رنز ضرورت ؤ.

خو دميچ شروع کيدو نه څه وخت پس پاکستاني بالر ياسر شاه کريک کلين بولډ کړو، داخرۍ وکټې شراکت کې تر څه وخت کيوي لوبغاړو مزاحمت وکړو خو دهغوي دغه مزاحمت تر زياته وخته برقراره پاتې نۀ شو.

کله چې دنيوزلينډ سکور ٢٣١ؤ ته ورسيدو نو عمران خان سوډي ايل بي ډبليو اوټ کړو اؤ ميچ يې وگټلو.

دپاکستان دطرف نه ليگ سپنر ياسر شاه په دوهم اننگز کې درې وکټې واخستې اؤ تر ټولو غوره بالر پاتې شو، دهغوي ترڅنگ عمران خان، راحت علي اؤ ذوالفقار بابر دوه ، دوه اؤ محمد حفيظ يو وکټ ترلاسه کړو.

په شپږو وکټو اخستو راحت علي دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

پاکستان له دې وړاندې اوس اوس اسټريليا نه هم دټيسټ ميچونو سيريز گټلى ؤ، چې پکې يونس خان، مصباح الحق اؤ نورو پاکستاني لوبغاړو ښه کارکردگي ښودلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG