لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز دافغان امن عمل دملاتړ ژمنه تکرار کړې


بيجنگ کې يو کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې افغانستان کې دټولټاکنو نه پس په جمهوري انداز کې داقتدار دبدلون تاريخي عمل مکمل شوى دى.
بيجنگ کې يو کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې افغانستان کې دټولټاکنو نه پس په جمهوري انداز کې داقتدار دبدلون تاريخي عمل مکمل شوى دى.

دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې پاکستان دافغانانو په مشرۍ دامن عمل ملاتړ کوي.

دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دافغانستان صدر اشرف غني احمدزي په طالبانو امن عمل کې دورگډيدو غږ کړى اؤ نړيوالې ورورولۍ نه يې هم دافغان امن عمل دملاتړ غوښتنه کړې وه.

بيجنگ کې يو کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې افغانستان کې دټولټاکنو نه پس په جمهوري انداز کې داقتدار دبدلون تاريخي عمل مکمل شوى دى.

خارجه مشاور وويل چې پاکستان افغانستان کې دامن اؤ اقتصادي پرمختيا لپاره دچين دتعميري کردار بشپړ ملاتړ کوي.

هغه وويل چې پاکستان دخپلو گټو په نظر کې نيولو سره دباور جوړونې په هاغو شپږو گامونو کې شريک دى چې مقصد يې دتعميري سيمه ييزې مرستې له لارې مينځنۍ اسياء کې ثبات اؤ خوشحالۍ ته وده ورکول دي.

په دغه موقع هغه يوحل بيا دافغان قيادت په مشرۍ دامن عمل دبشپړ ملاتړ لپاره دپاکستان اراده تکرار کړه.

له دې وړاندې دچين وزيراعظم لي چيانگ وويل چې افغان اولس ته دائتلاف، ثبات، امن، بيارغونې اؤ پرمختيا نوې موقعې ترلاسه شوي.

دافغانستان پخواني صدر حامد کرزي وخت په وخت پاکستان دافغانستان په کورنو چارو کې په مداخلت تورن کړى ؤ، دکوم چې پاکستان ترديد کوي.

له دې وړاندې دچين وزيراعظم لي کيگيانگ دافغانستان په گاونډي ملکونو غږ وکړو چې داخلي چارو کې دمداخلت نه بغير دې (افغانستان کې) پرامنه ماحول پيدا کولو کې مرسته وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG