لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : فضائي حملو کې د٢٠ؤ ترهه گرو دوژل کيدو دعوه


 دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) نه دجاري شوي بيان ترمخه فضائي بمبارۍ کې دترهه گرو پينځه خوندي ځالې هم تباه شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) نه دجاري شوي بيان ترمخه فضائي بمبارۍ کې دترهه گرو پينځه خوندي ځالې هم تباه شوي دي.

دپاکستان پوځ وائي چې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دترهه گرو په خوندي ځالو فضائي حملو کې ٢٠ جنگيالي وژل شوي دي.

سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه ددغو معلوماتو پخلى نۀ شي کيدى.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) نه دجاري شوي بيان ترمخه فضائي بمبارۍ کې دترهه گرو پينځه خوندي ځالې هم تباه شوي دي.

دائي ايس پي ار ترمخه داپريشن خيبر په مهال جيټ الوتکو دخيبرايجنسۍ په اکاخيل، لرې پرته سيمه تيراه اؤ نورو علاقو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړې.

پوځ خيبرايجنسۍ کې فضائي حملو کې ددغو ٢٠ؤ جنگيالو دوژلو دعوه يوه ورځ وروستو له هغې کړې چې تيره ورځ هم په دغه قبائيلي سيمه کې دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې د٨ؤ پوځيانو اؤ ٢١ؤ جنگيالو دوژل کيدو خبر ورکړل شوى ؤ.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په نيمائي کې شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو خلاف عمليات پيل کړي وؤ اؤ دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه ترمخه دشمالي وزيرستان دعملياتو په مهال گڼ شمير تندلاري خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ اؤ هم په دې وجه دغه قبائيلي سيمه کې هم عمليات پيل کړل شوي کوم چې به سيمې نه دتندلارو دپاکولو پورې روان وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG