لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ دملالې په ځايې عافيه صديقي د درناوي حقداره گرځولې


 دا ډيره د شرم خبره ده چې چرته دټول پاکستان اسمبلۍ ملاله د خپل ځان دپاره وياړ اؤ افتخار گڼي هلته د هغې د خپلې خاورې اسمبلي ملالې ته په درناوي وړاندې کولو کې د شومتوب اؤ خپل مخصوص ذهنيت مظاهره کوي.
دا ډيره د شرم خبره ده چې چرته دټول پاکستان اسمبلۍ ملاله د خپل ځان دپاره وياړ اؤ افتخار گڼي هلته د هغې د خپلې خاورې اسمبلي ملالې ته په درناوي وړاندې کولو کې د شومتوب اؤ خپل مخصوص ذهنيت مظاهره کوي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې اسمبلۍ د شورو په ورځ د جينکو دتعليم دپاره په مبارزه کولو د نوبل جائزه گټونکې ملاله يوسفزئ ته د درناوي وړاندې کولو قرارداد پځايې پريښې اؤ د ترهگرۍ په تور امريکا کې د بندي پاکستاني نژاده ميرمنې عافيه صديقي د رهايۍ قرارداد يې په متفقه توگه منظور کړى .

دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر ميا افتخار حسين وايي دا دحيرانتيا خبره ده چې د ترهگرۍ په تورونو دنيول شوې عافيې دپاره اسمبلي قراردادونه منظوروي خو د امن اؤ تعليم دپاره چې کومه پښتنه بچۍ غږ پورته کوي اؤ ټوله نړۍ يې درناوى کوي د خپلې خاورې اسمبلۍ هغه د نظر څخه غورځوي.

د صوبايي اسمبلۍ غونډه د شورو په ورځ د سپيکر اسد قيصرپه مشرۍ وشوه چې پکې په حکومت کې شامل د مذهبي گوند جومات اسلامي د صوبايي اسمبلۍ غړي محمدعلي د امريکايي بند څخه د عافيه صديقي د خوشې کولو دپاره په امريکا اؤ ملگرو ملتونو د فشار راوړو قرارداد ايوان ته وړاندې کړو.

په دغه قرارداد کې وئيل شوي چې عافيه صديقي د پاکستان اؤ ټول مسلمان امت د لورحيثيت لري اؤ هيڅ بيڅه دا مهال د امريکا په قيد کې ده، بايد دپاکستان حکومت د هغې د راخلاصولو دپاره په امريکا اؤ ملگرو ملتونو فشار راوړي.

دغه قرارداد صوبايي اسمبلۍ په گډ ډول منظور کړو.

خو په عين حال کې د عوامي نيشنل پارټۍ سره تعلق لرونکي ايم پي اى جعفرشاه د چا تعلق چې دسوات سيمې سره دى هم په صوبايي اسمبلۍ کې يو قرارداد جمع کړى چې په هغې قرارداد کې د جينکو دتعليم دپاره په مبارزه د بوختې پوښتنې ميرمنې ملالې يوسفزئ هلو ځلو ته درناوى وړاندې کړل شوى اؤ د نړيوالې نوبل جائزې په گټلو ورته مبارکي وئيل شوې .

د پاکستان پيپلزپارټۍسره تعلق لرونکې د صوبايي اسمبلۍ غړې نگهت اورکزئ وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي چې په دغه قرارداد د هغې لاسليک هم شوى خو ډيره د افسوس خبره ده چې کله مونږ دغه قرارداد اسمبلۍ ته راوړو د هغې نه وړاندې جماعت اسلامي د شرارت په توگه د عافيه صديقي په ملاتړ قرارداد صوبايي اسمبلۍ څخه منظور کړو.

له دې وړاندې دپاکستان قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ هم د ملاله يوسفزئ مبارزې ته د درناوي وړاندې کولو قراردادونه په متفقه ډول منظور کړي اؤ هغه يې دپاکستان دپاره يو وياړ گرځولى دى.

دعوامي نيشنل پارټي مرکزي سترسکتر مياافتخار حسين وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ څخه د ملاله يوسفزئ په ملاتړ د قرارداد په منظوريدو کې دلم وليټ څخه دکار اخستل کيدو په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي دا ډيره د شرم خبره ده چې چرته دټول پاکستان اسمبلۍ ملاله د خپل ځان دپاره وياړ اؤ افتخار گڼي هلته د هغې د خپلې خاورې اسمبلي ملالې ته په درناوي وړاندې کولو کې د شومتوب اؤ خپل مخصوص ذهنيت مظاهره کوي.

ميا افتخار حسين وويل مونږ خو د اليکشن نه وړاندې دا چغې وهلې چې په انتخاباتو کې دهاغو خلکو د کاميابولو شعوري هڅه روانه ده چې هغوئ د طالبانو اؤ ټوپکمارانو فکر لري ، دغه خلک چې کله د ټوپک دلارې په اولس د خپلې ايجنډې په مسلط کولو کې کامياب نۀ شول نو اوس پارلمان ته راننه کړى شول اؤ اوس هڅه کيږي چې دپارلمان دلارې د طالبانو ايجنډه تکميل کړي

ميا افتخار حسين وويل ملاله ددې خلکو درناوي ته هيڅ ضرورت نۀ لري ، هغې چې کومه مبارزه د علم اؤ د شعور دپاره وکړه ټوله نړۍ پرې فخر کوي اؤ هر چا يې درناوى هم وکړو خو د افسوس خبره داده چې په پاکستان کې يوه داسې ښځه( عافيه صديقي) دپارلمان اؤ حکومت په سطحه خو ياديږي چې دنيا يې د ترهگرې په توگه پيژنې ولې بلخوا پښتنه ملاله چې نړۍ د امن اؤ تعليم دعلامت په توگه پيژني دهغې د خاورې اسمبلي د هغې دپاره هيڅ غږ نۀ پورته کوي.

نوموړي وويل دا مهال دهغوئ دگوند شميره په پارلمان کې کمه ده ځکه د داسې قسمه قراردادونو مخه نۀ شي نيولى خو کۀ په پاکستان کې چرته د پښتنو شخصياتو د نۀ منلو عمل همداشان دوامدار پاتې شي نو هغوئ به مجبوره شي چې لکه د نورو گوندونو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په سړکونو پرامنه احتجاج ته راوړاندې شي.

خو دجومات اسمبلي کوم ايم پي اى محمد علي چې دغه قرارداد اسمبلۍ ته وړاندې کړى هغه ډيوه راډيو ته ووئيل ضميريې مطمئين دى چې د يوې مظلومې مسلمانې ميرمنې دپاره يې خپله ايماني وظيفه ترسره کړې .

هغه وويل د ملالې د شخصيت څخه هم انکار نۀ کوي اؤ درناوى ورته لري اؤ کۀ څوک غواړي چې دهغې په حق کې قرارداد اسمبلۍ ته راوړي نو دايې جمهوري اؤ ائيني حق دى.

خو کله چې د نوموړي نه پوښتنه وشوه چې کۀ د ملاله يوسفزئ په حق کې صوبايي اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کيږي نو هغه يا د هغه گوند به يې ملاتړ وکړي ؟ محمد علي وويل د خپل گوند د پاليسۍ نه نۀ دى خبر خو په شخصي توگه به هغه ددغه قرارداد په ضد ووټ ورکوي .
خو دغه پوښتنه چې مو بيا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل پارټۍ د پارلماني مشر سردار بابک څخه وکړه چې تاسو کله د ملاله يوسفزئ په حق کې اسمبلۍ ته قرارداد راوړئ اؤ ولې مو د جماعت اسلامي لخوا د عافيه صديقي په حق کې په قرارداد خاموشي اختيار کړه نو وئ وئيل زۀ خو نه يم خبر چې د ملالې په حق کې اسمبلۍ ته قرارداد راروان دى اؤ دعافيه صديقي په حق کې د قرارداد په منطوريدو کې هيڅ حرج نشته

دپيښور د خبريالانو داتحاديې يا خيبريونين اف جرنلسټس صدر نثار محمود بيا ډيوه راډيو سره په خبرو کې په دې خبره خفگان ښکاره کړو چې صوبايي اسمبلي د يوې پښتنې مبارزې په نظرانداز کولو سره د عافيه صديقي په حق کې قراردادونه منظوروي.

هغه وويل ملاله يوسفزئ نۀ يواځې د ټول پښتون قام بلکې د ټول پاکستان اؤټولې نړۍ د وياړ شمله ده ځکه چې چرته پاکستان خلک د ترهگرۍ په نوم بدناموي يا تورنوي هلته هم دغه ملاله ده چې پاکستان دپاره دنوًبل جائزې گټلو دپاره نړۍ ته پيغام ورکوي چې دپاکستان اولس اؤ په ځانگړي ډول پښتانۀ ترهگر نۀ بلکې د امن اؤ تعليم سره مينه لرونکي خلک دي.

هغه وويل کله چې ملاله يوسفزي ته د نوبل نړيواله جائزه ورکړل شوه نو په هاغه مهال د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم ملالې ته دمبارکۍ ورکولو په ترڅ کې په هغې د وياړ څرگندونه کړې وه خو نۀ پوهيږي چې نن يې ولې د گوند غړي اسمبلۍ څخه ملالې ته په درناوي وړاندې کولو کې د بغض يا شومتوب څخه کار اخلي؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG