لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وائي خيبر کې دپټو اطلاعاتو په اساس عمليات کوي


 دبنو په بکاخيل کډوالو کيمپ کې ميډيا سره دخبرو په مهال ميجر جنرل عاصم سليم خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو " خيبرون" په اړه وويل چې دخيبرايجنسۍ علاقو کې دخفيه اطلاعاتو په بنياد کارروائي روانه ده .
دبنو په بکاخيل کډوالو کيمپ کې ميډيا سره دخبرو په مهال ميجر جنرل عاصم سليم خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو " خيبرون" په اړه وويل چې دخيبرايجنسۍ علاقو کې دخفيه اطلاعاتو په بنياد کارروائي روانه ده .

دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه دشورو په ورځ وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو خلاف په کاميابۍ سره پوځي عمليات روان دي.

دبنو په بکاخيل کډوالو کيمپ کې ميډيا سره دخبرو په مهال ميجر جنرل عاصم سليم خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو " خيبرون" په اړه وويل چې دخيبرايجنسۍ علاقو کې دخفيه اطلاعاتو په بنياد کارروائي روانه ده .

هغه وويل چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دپوځي عملياتو شروع کيدو نه وړاندې سيمې نه ځينې ترهه گر دافغانستان په لاره دخيبرايجنسۍ تيراه اؤ کوکي خيل علاقو ته ورټول شوي اؤ ددغو ترهه گرو خلاف ديوې منصوبې لاندې اپريشن روان دى.

دپاکستان پوځ تيره اوونۍ قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې د" خيبرون" په نوم عمليات پيل کړي چې پکې يې دلسگونو تندلارو دوژلو اؤ دهغوي په ځينو مورچو دقبضې دعوه کړې.

پوځي وياند وويل چې شمالي وزيرستان کې روان پوځي عمليات " ضرب عضب" دټاکل شوي پلان سره سم روان دي اؤ هڅه کولى شي چې زر تر زره مکمل کړل شي خو په دغه حواله وخت نۀ شي ورکړل کيدى.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته.

ډي جي ائي ايس پي ار دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله يوولس سوه ترهه گر وژل شوي دي.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري، ځکه په ازادانه ډول دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

ميجر جنرل عاصم سليم وويل چې پوځ به دا خبره باوري کوي چې (دعملياتو مکمليدو نه پس) خپلو علاقو ته کله کډوال ستانۀ شي نو هغوي دڅه قسمه ستونزو سره مخ نۀ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG