لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اؤ افغانستان اولسونه د پښتون کلتور ورځ نمانځي


افغان پښتون د کلتوري ورځې نمانځلو مقصد د پښتنو د مثبتو رواياتو تحفظ کول اؤ دا تاثر لۀ مينځه وړل دي چې گنې پښتانۀ تندلاري يا ترهگر دي
افغان پښتون د کلتوري ورځې نمانځلو مقصد د پښتنو د مثبتو رواياتو تحفظ کول اؤ دا تاثر لۀ مينځه وړل دي چې گنې پښتانۀ تندلاري يا ترهگر دي

دپاکستان اؤ افغانستان د اولسونو گډ سازمان ( پاک افغان پيپلز فورم) پريکړه کړې ده چې د23 م ستمبر ورځ به د نړيوال افغان پښتون ثقافت په توگه نمانځي چې په دې لړ کې به په 18م اؤ 19م اکتوبر پيښور کې درنې کلتوري ميلې راجوړولى شي.

د گل په ورځ پيښور پريس کلب کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا اؤ وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې د پاک افغان پيپلز فورم چئيرمئين عالمزيب خان اؤ شوکت علي پخپله وينا کې وويل د نړيوال افغان پښتون د کلتوري ورځې نمانځلو مقصد د پښتنو د مثبتو رواياتو تحفظ کول اؤ دا تاثر لۀ مينځه وړل دي چې گنې پښتانۀ تندلاري يا ترهگر دي .

هغوئ وويل مونږ غواړو د خپل اصل کلتور د راڅرگندولو دلارې نړۍ ته وښايو چې پښتانۀ امن خوښي اؤ علم دوسته خلک دي اؤ د يو روښانه تاريخ ترڅنگ ، خپله موثره ژبه اؤ تهذيب لري.

هغوئ وويل دا يو کوټلى حقيقت دى چې د ټولې نړۍ دقامونو پيژندگلو د هغوئ په کلتوراؤ کيږي. ژبه، لباس، شاعري، موسيقي اؤ د ژوند نور رموز چې رايوځايې شي نو دهغې څخه کلتور جوړيږي اؤ پښتون قام په نړۍ کې خپل يو غني کلتور لري .

هغوئ وويل پريکړه يې کړې ده چې په درويشتم ستمبر به ټوله نړۍ کې د افغان پښتون کلتور ورځ په بشپړ اهتمام سره نمانځي اؤ په دغه لړ کې به نه يواځې په اتلسم اؤ نولسم اکتوبر پيښور کې دوه ورځنۍ کلتوري ميلې کيږي بلکې په افغانستان کې هم ددغه ورځې د نمانځلو تيارۍ په پوره زور اؤ شور سره روانې دي.

عالمزيب خان وويل په پيښور کې کيدونکې دغه کلتوري ميله کې به دکلتور په حواله د سمينارونو ترڅنگ د پښتو مشاعره، ډرامه، جرگه سټيج پلى، دلباس ښودنه ، د ماشومانو روايتي لوبې ، اتڼ اؤ نور کلتوري توکي وړاندې کولى اؤ ددې ترڅنگ به دپښتنو دسيمې د روايتي خوراکونو اؤ دستکارۍ بيلابيل سټالونه هم لگولى شي .

د پاک افغان پيپلز فورم مشر زياته کړه د افغان پښتون د کلتور د ورځې په لړکې به دپاکستان د بيلابيلو ښارونو ترڅنگ کابل، جرمني، کينيډا اؤ نورو هيوادونو کې هم کلتوري دستورې کيږي

ددغه پريس کانفرنس په مهال د پښتو سترليکوالان پروفيسر اسيرمنگل اؤ اقبال حسين افکار هم موجود وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG