لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتو فلمونه بيا خپل زوړ مقام ترلاسه کوي ؟


د فلمونو جوړونکي دعوه لري کۀ حکومت ورسره مرسته وکړي نو دوئ پښتو فلم د نړيوال معيار درشل ته دننه کولى شي
د فلمونو جوړونکي دعوه لري کۀ حکومت ورسره مرسته وکړي نو دوئ پښتو فلم د نړيوال معيار درشل ته دننه کولى شي

دا د 1970ء خبره ده چې ديوسف خان شيربانو په نوم د پښتو اولنى فلم خلکو د سينيما په پرده وليدو نو د پښتنو د سينيما سره مينه پيدا شوه، اؤ دغې مينه بيا دې حد ته ورسيده چې کۀ په عام ژوند کې پښتانۀ خپلې زنانه اؤ ماشومان د خپلو سختو ټولنيزو رواياتو لۀ مخې د سيل دپاره بازارونو ته نۀ شي ويستې خو په هاغه وخت کې به پښتو خپلې زنانه اؤ ماشومان باقاعده ډول سينيما گانو ته بوتلل اؤ دپښتو صفاسوتره سبق اموزه کلتوري فلمونه به يې پرې کتل.

په دغه زمانه کې دپښتو فلم د مقبوليت دا حال ؤ چې کله به يو نوى فلم په سينيما نندارې ته وړاندې شو نو د کال نه زيات به دغه فلم په سينيما چليدو خو په مقبوليت اؤ د فلم کتونکو په رش کې به يې هيڅ کمى نۀ راتلو

خو بيا يو وخت داسې راغلو چې د پښتو فلمونو غيرپښتنو فلمسازانو په دغو فلمونو کې د پښتنو کلچر شاته وغورځولو اؤ د ډيرو پيسو گټلو په غرض يې دغو فلمونو کې د کلتوري اؤ ټولنيزو رواياتو پځايې د فحاشۍ اؤ عريانۍ سهارا واخسته چې له دې امله نۀ يواځې پښتنو د خپلو کورنيو سينيما گانو ته د بوتللو څخه توبه کړه بلکه د فلم شوقينو ځلمو هم سينيما ته په مخه ښۀ ووئيل اؤ يواځې د يو مخصوص ذهنيت خلک به د فلم کتلو دپاره سينيما ته ورتلل .

په دغسې حالاتو کې سينيما گانې شاړې شوې اؤ د پيښور ، مردان اؤ سوات دننه گڼ شمير سينيما گانې په کاروباروي پلازو بدلې شوې .

خو اوس يو ځل بيا دپښتو فلم جوړونکي کوشش کوي چې د پښتو فلمونه د فحاشۍ ، جنگ جگړو، منشيات نوشۍ اؤ نورو اخلاقي اؤ ټولنيزو جرمونو د رجحان نه راوباسي اؤ يوې سبق ورکوونکې ليکې ته يې سم کړي.

همدغه وجه ده چې په پاکستان کې د پښتو فلم انډسټري يو ځل بيا پخپلو پښو ودريدلې ده اؤ چرته چې په تمام کال کې دپاکستان دننه يو هم د اردو يا پنجابي ژبې فلم نۀ جوړيږي هلته هر کال په تواتر سره د پښتو شپږ اووۀ نوي فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي چې د فلم کتونکو د ددلچسپۍ وړ گرځي اؤ فلمسازانو ته هم دغه فلمونه کافي امدن ورکوي .

دا وخت د لويې اختر دپاره د گڼ شمير پښتو فلمونو په جوړولو کار روان دى چې په دغو فلمونو کې يو فلم تماشبين هم دى .

د شاهد پروډکشن د سيوري لاندې جوړيدونکي دغه فلم کې شاهد خان د هيرو کردار ترسره کوي اؤ اريبا خان د هيروئن.

د فلم قيصه د يوې ډمې د ژوند نه چورلي چې تماشبين په دغه ډمه خپل ټول مال حال تباه کوي خو په نتيجه کې د ذلت او رسوايۍ نه بغير هيڅ په لاس نۀ ورځي .

د فلم تماشبين په سيټ د وائس اف امريکه ډيوه راډيو اؤ ټي وي خبريال فاروق فراق دغه فلم کې د کار کوونکو هنرمندانو سره خبرې کړي دي چې په لاندې ويډيو کې يې تاسو کتلى اؤ اوريدلى شئ

پښتو فلم ته يو نړيوال معيار- فاروق فراق ويډيو رپورټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG