لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان څلورو ښارونو کې دلويو احتجاجي مظاهرو اعلان کړى


 عمران خان په دغه موقع وعده وکړه چې سوئس بينکونو کې دپرتو پاکستاني واکمنانو ٢٠٠ اربه روپۍ به ملک ته بيرته راوړي.
عمران خان په دغه موقع وعده وکړه چې سوئس بينکونو کې دپرتو پاکستاني واکمنانو ٢٠٠ اربه روپۍ به ملک ته بيرته راوړي.

دحکومت مخالفه سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دجمعې په ماسخوتن اسلام اباد کې دپارليمنټ نه بهر خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت دملک په څلورو ښارونو کراچۍ،لاهور فيصل اباد اؤ ملتان کې دخالي دورځې نه دلويو احتجاجي مظاهرو اعلان کړى دى.

عمران خان وويل دځينو خلکو دطرف نه ورته وويل شول چې بندې لارې ته ننوتلى يې اؤ که چرې دغه خلک دلته پاتې نۀ شول اؤ رانۀ غلل نو څه به کيږي؟، دعمران په قول دغو خلکو ته دهغه ځواب ؤ" لږ سوچ وکړئ کۀ ما وگټله نو څه به کيږي؟ "

عمران خان په دغه موقع وعده وکړه چې سوئس بينکونو کې دپرتو پاکستاني واکمنانو ٢٠٠ اربه روپۍ به ملک ته بيرته راوړي.

عمران په دغه حقله دتعليم، صحت اؤ انصاف دنظام دښه کولو وعده هم وکړه اؤ وې وئيل چې دهغه په نوي پاکستان کې به داحتساب اداره ازاده وي کومه چې به دعمران خان احتساب هم کولى شي.

هغه وويل پاکستان کې به دامير اؤ غريب لپاره دتعليم يو شان نظام رامخې ته کوي اؤ ددې ترڅنگ دعدالتونو اؤ تهاڼو نظام سمول يې هم اولنى مقصد دى اؤ ددې لپاره يې دخپل گوند نوم تحريک انصاف ايښودى.

هغه وويل ملک کې به دومره سرمايه کاري راوړي چې ځوانانو ته به دنوکرو لپاره بهر ته دتللو ضرورت نۀ پيښيږي

عمران خان په لاهور، کراچۍ فيصل اباد اؤ ملتان کې دسبا نه دلويو احتجاجي مظاهرو داعلان کولو په وخت وويل چې سبا ماښام به فيصله کوي چې په نورو څومره ښارونو کې به مظاهرې کولى شي.

بل لوري ته حکومت دورکړل شوي مهلت په ختميدو اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته ډاکټر طاهرالقادري دسياسي بحران دختمولو لپاره يوځل بيا دوزيراعظم نوازشريف اؤ پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف نه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې ده.

قادري تور ولگولو چې ملک کې کوم جمهوريت نشته اؤ زياته يې کړه چې جمهوريت کې په امير اؤ غريب کې فرق نۀ وي.

هغه وويل چې که په لويديزو ملکونو کې دڅو ورځو لپاره دهرنې ورکړل شي نو حکومتونه ماتيږي.

دپي اى ټي مشر وويل حکومت نه دماډل ټاؤن پيښه کې دانصاف توقع نۀ کوي.

په عين حال کې اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وزيراعظم نه داستعفي غوښتنه غيرائيني وگرځوله اؤ وې وئيل چې دنوازشريف داستعفي سوال نۀ پيدا کيږي.

هغه وويل که چرې په تحقيقاتو کې دا خبره ثابته شوه چې کوم وفاقي وزير دماډل ټاؤن پيښه کې ککړ دى نو هغوي به نيغ په نيغه خپلې عهدې پريږدي اؤ زياته کړې يې ده چې دهغه گوند به کوم غيرائيني گام نۀ پورته کوي.

هغه وويل چې دوزيرانو نه داستعفي دغوښتنو نه وړاندې تحقيقات کيدل پکار دي.

همدغه شان احسن اقبال وويل دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي په بنيادي معاملو متفق يو اؤ سياسي گوندونو دوزيراعظم نه داستعفي غوښتنه دوړاندې نه غيرائيني گرځولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG