لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" حکومت دپوځ سرلښکر ته دسهولت کار دکردار ادا کولو وينا کړې وه"


" دپوځ سرلښکر ته حکومت دموجوده سياسي کړکيچ دحل لپاره دسهولت کار دکردار ادا کولو وئيلي وؤ"
" دپوځ سرلښکر ته حکومت دموجوده سياسي کړکيچ دحل لپاره دسهولت کار دکردار ادا کولو وئيلي وؤ"

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ډائريکټر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي دي چې " دپوځ سرلښکر ته حکومت دموجوده سياسي کړکيچ دحل لپاره دسهولت کار دکردار ادا کولو وئيلي وؤ"

دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر خپل دغه لنډ بيان کې وئيلي دي چې دزيارت په ورځ داسلام اباد په ووزيراعظم هاؤس کې دشوې ليدنې په مهال حکومت دځمکني پوځ مشر جنرال راحيل شريف نه دموجوده سياسي کړکيچ دهواري لپاره دمذاکرات کار دکردار دادا کولو غوښتنه کړې وه.

دپوځي وياند دغه بيان په ٥٠ؤ منټو کې ديارلس زره ځله ري ټوئټ کړل شوى دى.

دپوځي وياند له لوري تيره ورځ دجنرل راحيل اؤ وزيراعظم نوازشريف ترمينځ دليدنې په حواله دغه سپيناوى وروستو له هغې وشو چې نن په قومي اسمبلۍ کې وزيراعظم نوازشريف پخپل بيان کې وئيلي وؤ " دڅه قسمه مينځگړتوب کردار نۀ پوځ غوښتى،نۀ مونږ اؤ دا بهر يې چې ټولگى راټول کړى اؤ ناست دي ټولو ته پته ده چې څومره رښتيا وائي اؤ څومره دروغ"

ددې سره نوازشريف دا هم وئيلي وؤ چې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک له لوري دا وئيل چې دپوځ سرلښکر هغوي ته دملاقات درخواست کړى ؤ،سراسر غلط دي.

نوازشريف وئيلي وؤ ديوې غونډې په مهال ورته ټيلي فون راغلى چې طاهرالقادري اؤ عمران خان ارمي چيف سره ليدل غواړي نو دهغه نه اجازت وغوښتل شو" ما ديوې شيبې دضائع کولو نه بغير وويل که چرې فون راغلى نو اجازت دې ورکړل شي"

دتحريک انصاف چئيرمين عمران خان پخپل ردعمل کې وئيلي دي چې نوازشريف دپوځ دسرلښکر دمينځگړتوب په اړه اسمبلۍ کې په دروغو وئيلو سره دخپل سوگند خلاف ورزي کړې اؤ هغه پوځ بدناموي چې په دې يې په فوري توگه استعفي ورکړي.

اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس نه بهر ددهرنې برخه والو ته عمران خان پخپل خطاب کې وويل نوازشريف اسمبلۍ کې وويل چې تحريک انصاف پخپله پوځ له ورغلى اؤ هغوي داسې کوم درخواست نۀ دى کړى بلکې پوځ ورته پخپله درخواست کړى چې حکومت هغوي ته دمينځگړي جوړيدو وئيلي دي.

عمران خان وويل له دې وروستو هغه دپوځ سرلښکر سره ليدو لپاره ورغلى ځکه چې هغه دمسئل حل غواړي.

دپي ټي ائي مشر وويل اوس رښتيا مخې ته راغلي دي چې تصديق يې دپوځ ترجمان پخپله کړى اؤ" ما هم دې څيزونو ته په کتلو سره جنرل راحيل ته وئيلي وؤ چې مونږ په نوازشريف په يو صورت کې هم باور نۀ شو کولى ،هغه دخپلې ژبې نه اوړي ، اوس چې نوازشريف ترڅو استعفي نۀ وي ورکړي مونږ به ددې ځايې نه نۀ ځو "

په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه غوښتنه کړې وه چې ائي ايس ائي دې په ډاگه کړي چې که چا پوځ ته دمينځگړتوب درخواست کړى وي نو ائي ايس پي ار دې دا واضحه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG